پولنډ کې د مړو ډله ييز قبر موندل شوی
د اروپايي هېواد پولنډ رسنيو خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د دويمې نړيوالې جګړې د ۸ زره مړو يو ډله ييز قبر موندل شوی دی. ويل کېږي دغه ډله ييز قبر د يوې پولنډۍ موسسې لخوا د نازي ګوند اړوند يوه کمپ ته نږدې موندل شوی دی.
راپورونه وايي چې ياد کمپ د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د جرمني نازي ګوند له لوري جوړ شوی ؤ، چې د پولنډي سياستوالو د له منځه وړلو لپاره به ترې ګټه پورته کېده.
د نازي ګوند په رسمي ډول د المان د کارګرانو ملي سوسيالېست ګوند دی، چې د ۱۹۲۰ او ۱۹۴۵ کالونو ترمنځ په المان کې فعال خورا ښي اړخی سياسي ګوند ؤ. دغه ګوند د نازيزم نظریه رامنځته او ورڅخه ملاتړ يې وکړ.
نازي ګوند د المان د له خورا ملتپال، توکمپال او پاپيولېسټ کلتور څخه رامنځته شو، چې په المان کې يې له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته د کمونيستي پاڅونونو پر وړاندې جګړه وکړه. د ګوند موخه له کمونيزم څخه د کارکوونکو لرې کول او ملتپالنې لور ته يې رابلل وه.