روسيه کې د شطرنج لوبه؛ رباټ د یو ۷ کلن ماشوم د لاس ګوته ماته کړه

راپورونه وايي چې په روسیه کې د شطرنج لوبې پرمهال د شطرنج رباټ لوبغاړي د يو ۷ کلن ماشوم ګوته ماته کړې ده.

دغه پېښه تېره اونۍ د روسيې پلازمېنې مسکو کې شوې، خو وروسته رسنيزه شوه.

د روسيې هېواد د شطرنج فدراسیون رئيس سرګي لازورف رسنيو ته ويلي، دا چې رباټ د هلک ګوته ماته کړه؛ دا یوه بده پېښه وه.

هغه ويډيو چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، پکې ليدل کېږي چې رباټ د دغه ۷ کلن د شطرنج لوبغاړي مهره يا دانه وهي، کله چې هلک مهرې ته حرکت ورکوي، نو رباټ د هلک د لاس ګوته نيسي او د څو ثانيو لپاره فشار ورکوي.

د افغان ستوري محمد نبي زوی په شپږيزه ليګ کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه

د دې پېښې په ليدو سره هم مهاله څلور کسان د هلک د ژغورنې په موخه پر رباټ بريد کوي او بلاخره په دې بریالي کېږي چې هلک له رباټ څخه خلاص کړي.

د روسيې د شطرنج فدراسيون چارواکو ويلي چې دغه رباټ پرته له کومې پېښې څو څو ځلې د شطرنج په لوبو کې برخه اخيستې وه.

رسنۍ وايي، هلک اوس ښه دی او له دې پېښې يوه ورځ وروسته په خپلې ګچ کړې ژوبلې ګوتې سره لوبې ته راڅرګند شو.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载