د چين هېواد په اړه لنډ او زړه راښکونکي مالومات

0
239

چين د اسيا په لويه وچه کې يو له هغه مهمو هېوادونو څخه دی چې د کال په اوږدو کې ورته ډېر شمېر سيلانيان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورځي. د دې لرغوني هېواد په اړه ډېر زړه راښکونکي حقايق او قوانين شتون لري چې په لنډ ډول يې دلته د يو څو حقايقو يادونه کوو:

۱- چين ۱/۳۸ ميلياردي جمعيت سره د نړۍ په کچه ترټولو ډېر نفوس لرونکی او د نړۍ دويم ستر هېواد دی.

۲- چين د نړۍ ترټولو لوی دايمي پوځ لري او د هغوی ځانګړې نظامي بوديجه د نړۍ په کچه دويم مقام لري.
۳- د چين هېواد ۱۰۰ ميليونه وګړي د ۱ ډالر څخه کم ورځنی عايد لري.

۴- هغه کسان چې په چين کې په مجازاتو يا د اعدام په واسطه وژل کېږي، شمېر يې په ټوله نړۍ کې د اعدام شويو کسانو څخه ډېر دی.

۵- د چين خلک په کال کې ۴۵ ميليارده چاپستيک ( د خوړو لپاره يو ډول ځانګړي واړه واړه لرګي ) مصرفوي.

۶- چين د نړۍ ترټولو لوی صادروونکی هېواد دی، خو د وارداتو په برخه کې بيا دويم مقام لري.

۷- په چين کې اوس هم ۳۵ ميليونه خلک په غارونو کې ژوند کوي.

۸- په چين کې تقريبا ۷۰۰ ميليونه خلک له ککړو اوبو څخه ګټه پورته کوي.

۹- د سګرټو ترټولو لويه توليدي کارخونه د چين هېواد پورې اړه لري.

۱۰- په ۲۰۱۰ کې د چين ۷۸ سلنه نصب شوي نرم افزار غلا کړل شوي و.

۱۱- په چين کې په هرو ۳۰ ثانيو کې يو معلول ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي.

۱۲- پر مېز د ټېنس لوبه د چين ملي لوبه ګڼل کېږي.

۱۳- اټکل کېږي چې په راتلونکي ۲۰۲۰ کال کې به په چين کې له ۳۰ نيولې تر ۴۰ ميونو پورې نارينه شتون ولري چې د ځانونو لپاره به ښځې نشي پيدا کولی.

۱۴- د ارايش او روغتايي ازمايښتونو کې له حيواناتو څخه ګټه اخېستل په چين کې اجباري ګڼل کېږي، خو دغه کار بيا په اروپايي هېوادونو کې منع دی.

۱۵- په چين کې په هرو پنځو ورځو کې د يو اسمان څک ( آسمان خراش ) بنسټ اېښودل کېږي.

۱۶- په چين کې د ( سانسور ) کليمه سانسور ده!

په لڼډو ټکو کې د چین لوی دېوال په هکله جالب مالومات

۱۷- په چين کې د انټرنېت د پرېښودولو روږدو لپاره کمپونه شتون لري.

۱۸- په چين کې چې هره يکشنبه هغه وګړي چې کليساو ته ځي، شمېر يې د ټولې اروپا د ټولو وګړو څخه ډېر دی.

۱۹- په کال ۱۹۷۳ کې د امريکې متحده ايالتونو چين ته وړانديز وکړ چې دوی ته د امريکايي نفوس د ډېرښت په موخه ۱۰ ميليونه چينايي ښځې واستوي.

۲۰- د چين د شرکتونو او ادارو مديران که درغلۍ وکړي، نو د مرګ سزا ورکول کېږي.

۲۱- د چين د ښارونو ۹۰ سلنه د زمکې لاندې اوبه ککړې او ناپاکې دي.

۲۲- سربېره پردې چې په چين کې د فېسبوک کارول محدود کړل شوي، خو بيا هم  ۹۵ ميلونه چينايان فېسبوک کاروي.

۲۳- د واتيکان دولت تر دې دمه هم د چين هېواد په رسميت نه دی پېژندلی.

۲۴- په چين کې هر کال ۶۰۰ زره نفره د ډېر او سخت کار له امله مري.

۲۵- په چين کې د مخدره توکو قاچاق کوونکو جزا، اعدام دی.

ژباړه: محمد عزيز پردېس 

Leave a reply