د نړۍ ۷ ښکلي او زړه راښکونکي پلونه

0
48

معماري زمونږ په ژوند کې رغنده رول لوبوي؛ د چاپېريال او هويت د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د همدې هنر مرسته ده چې کولی شو يو ښار د بل ښار څخه مشحص کړو.

معماران هر څه ته په متفاوت ډول ګوري او هڅه کوي چې خپلې مفکورې او ايډيې په مختلفو جوړښتونو کې څرګندې کړي.

په ښارونو کې د هغه جوړښتونو او ساختمانونو څخه چې نشو کولی سترګې پټې کړو؛ پلونه دي. دا جوړښتونه سربېره پر دې چې ډېر کارامده دي، د ښار ښکلا هم ډېروي.

په دې ليکنه کې به تاسو ته د نړۍ ۷ تل پاتې او زړه راښکونکي پلونه در وپېژنو:

 

۱- په وېنز کې د ريالټو پل

د ايټاليا د وېنز ښار د اوبو پر مخ اباد شوی، نو په همدې اساس نشو تصور کولی چې دا ښار دې بې پله وي. د ګانډولا وړې بېړۍ د دې ښار په هره برخه کې شتون لري او کولی شو د قايق ځغلونې پر مهال د وېنز ښار  ښکلې منظرې وګورو. دا ناممکنه ده چې د ريالټو پل دې زمونږ له نظره پټ پاتې شي، ځکه دا پل په دومره ښکلي انداز او ښه موقيعت کې جوړ شوی چې د هر ليدونکي توجه ځان خواته جلبوي او د دې زړه راښکونکي پل انځور به تل د ليدونکي په ذهن کې پروت وي.

په نړۍ کې د ښکلو پلونو څخه يو هم د وېنز ښار د ريالټو پل دی چې د هر ليدونکي سترګي د ځان په لوري جلبوي.

 

 

۲- په لندن کې د برج پل

لندن د پرمختللو او ښکلو ودانيو درلودوونکی هېواد دی چې ټول يې د ليدلو هيله لري. د برج پل د دې لپاره دومره مشهور دی چې په خپل ځان کې يې کليسا، عبادت ځايونو او نورو تاريخي ودانيو ته ځای ورکړی دی. لندن داسې يو ښار دی چې په رودخانو ودان شوی، نو ځکه د ډېرو پلونو درلودونکی دی.

د لندن خلک د برج په پل وياړي، ځکه دا پل د ملکې ويکتوريا د دورې يو يادګار دی.

 

۳- په سنګاپور کې د هلېکس پل

سنګاپور تل په خپلو پرمختللو ودانيو او ښارونو وياړ کړی دی. يوه هغه ساختمان چې بايد سنګاپور کې د هغه څخه ليدنه وشي، د هلېکس پل دی؛ چې د پولادو او ښيښو څخه اوډون شوی. دا ښکلی جوړښت د ورځې او شپې په اوږدو کې د خپلې آبي رنګه ځلا سره د ليدونکو سترګي ځان ته جلبوي.

په سنګاپور کې د هلېکس پل، د نړۍ يو هغه پل چې د پولادو او ښيښو څخه اوډون شوی دی.

 

۴- د فرانسې په روډ کارډون کې د ( پون دوګار پل )

د فرانسې هېواد د هغو خلکو لپاره ډېر جالب او محبوب دی چې د تاريخ سره مينه لري. په فرانسه کې به داسې ښکلې او بې مثله منظرې او ودانۍ وګورئ چې په بل هېڅ ځای کې نشته. د روډ ګارډون ښار د پون دوګار پورې اړوند د يو پل په درلودو مشهور دی. دغه ښکلی او پخوانی پل ۲۰۰۰ کاله وړاندې د روميانو له لوري جوړ شوی دی.

د ( پون دوګار ) پل په فرانسه کې د نړۍ له ښکلو پلونو څخه دی، چې د روميانو لخوا اوډون شوی دی.

 

۵- په نيويارک کې د بروکلېن پل

نيويارک تل د سياحانو د جلبولو لپاره يو څه لري. دا ښار د بروکلېن پل په درلودو سره مشهور دی. دا پل د جان روبلېنګ له لوري جوړ شوی دی. د ۱۵ کلونو څخه وروسته روبلېنګ په دې وتوانېده چې خپل خوب، په واقيعت واړوي او بلاخره د نيويارک ښار شورا په دې پرېکړه وکړه چې له دې پل څخه د ګټې اخېستلو فرمان صادر کړي. نوموړی پل د نړۍ ترټولو اوږد پل دی، خو د نوموړي د طراح سره يې عمر ياري ونه کړه او مخکې له دې چې د پل کار بشپړ شي؛ ومړ. د دې پل کار وروسته د واشنګټن، ورپسې د روبلېنګ او په پای کې د واشنګټن د مېرمنې لخوا بشپړ شو.

بروکلېن، په نيويارک کې د نړۍ ترټولو اوږد پل

 

۶- په فلورانس کې د پنت وچيو پل

هر ګرځندوی يا سياح چې د ايټاليا فلورانس ته سفر کوي، نو په هېڅ صورت بايد د پنت وچيو ښکلي پل منظره چې د آرنو سيند پر سر موقيعت لري؛ له لاسه ورنه کړي. دا پل به د سياحانو او ليدونکو لپاره زړه راښکونکی وي، ځکه هلته به وشي کولی چې د چرم پلورځيو مغازې، جواهرات او انتيک توکي پيدا کړي. په فلورانس ښار کې به دا موکه ومومئ چې د يو افسانه يي ښار او د ايټاليايي واقعي خوراکي توکو له مزو څخه خوند واخلئ.

په فلورانس کې د پنت وچيو پل، د سياحانو لپاره يوه ښکلې او غوره منظره ده.

 

۷- په سانفرانسيسکو کې د ګولډېن ګېټ ( طلايي ور ) پل

دا پل د ۱۹۳۷ کال راهيسې د سانفرانسيسکو ښار لپاره د يو سمبول حيثيت لري. د دې پل په جوړولو ۳۰ ميلونه ډالره لګښت راغلی و. هر کال د دې ښکلې منظرې څخه د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ډېر شمېر ليدونکي او انځورنيوونکي ليدنه کوي او سور رنګ ورته ځانګړې ښکلا وربخښلې.

په سانفراسيسکو کې ګولډېن ګېټ پل، د نړۍ د ښکلو پلونو څخه دی چې د انځورنيوونکو پام يې ځان ته اړولی دی.

دا لړليک يا فهرست په دې ۷ پلونو سره نه بشپړېږي او په چورلټ ډول په ټوله نړۍ کې نور ډېر داسې پلونه شته چې د دې وړ دي ترڅو په دې لېست کې راشي. ډيزاينران تل په رقابت کې دي او په نړۍ کې ډېر داسې پلونه چې د هغو ستاينه بايد وشي. که بيا ځلې مو کوم بهرني هېواد ته سفر وکړ، نو پلونو ته يې خامخا متوجه شئ.

ژباړه: محمد عزيز پردېس 

Leave a reply