د هانګ کانګ په اړه زړه راښکونکي مالومات

0
123

هانګ کانګ د چين اړوند يوه ښکلې او زړه راښکونکې سيمه ده چې په خپلواک ډول اداره کېږي، يانې خودمختاره سيمه ده. هانګ کانګ يوه سوداګريزه پرمختللې او جالبه سيمه ده چې په همدې اساس يې د نړيوالو پام ځان ته را اړولی دی. هانګ کانګ د چين په جنوبي برخه کې موقيعت لري چې تقريبا د ۲۰۰ څخه ډېر ټاپوګان يا جزيرې لري.

نوموړې سيمه په کال ۱۶۹۹ کې د ختيځ هند انګليسي کمپنۍ لخوا ونيول شوه، په کال ۱۸۹۸ کې انګلستان د يادې سيمې يو شمېر نور جزاير هم تصرف کړل او په ۱۹۹۷ کال کې په رسمي ډول د انګلستان له لوري چين ته تسليم شوه.

شور، عجيبوالی، د پانګه اچونې نظام او طبيعي بدلونونه، هغه څه دي چې هانکاګ يې د نړۍ په يو زړه راښکونکي او جالب هېواد اړولی دی. په هانګ کانګ کې د نفوس بدلونونه په ثابت ډول ۶،۹ ميلونه نفره سنجش شوي دي. د نړۍ يو ښکلی ټاپو (لانتائو) د دې هېواد پورې اړوند ده. هانګ کانګ د هوايي ډګرونو او لويو ملي پارکونو کور ګڼل کېږي. د لېږد رالېږد لويې شبکې، د هانګ کانګ مختلف ښارونه په منظم او ښه ډول سره نښلولي دي. هانکانګي ډالر، د دې هېواد پولي کرنسۍ ده.

له مونږ سره پاتې شئ، ترڅو د دې جالب هېواد په اړه نور ډېرڅه هم درسره شريک کړو:

هانګ کانګ د نړۍ هغه هېواد دې چې تر ټولو ډېرې لوړې ودانې لري، د ۸۰۰۰ بلډېنګونو څخه ډېر، چې د ۱۴ پوړيو څخه پورته دي؛ د نيويارک د ښار په پرتله دوه چنده

د هر چيني کال په پيل سره، اور لوبه؛ په هانګ کانګ کې د نوي کال د لمانځلو يوه زړه راښکونکې برخه ده.

د هانګ کانګ، مونګ کوک سيمه، د نړۍ ترټولو نفوس لرونکې سيمه ده چې په هر کيلومتر کې د ۱۳۰۰۰۰ نفره جمعيت درلودونکې ده.

د هانګ کانګ ډېره او اصلي برخه وګړي چينايان دي، چې په چینايي او انګليسي ژبو خبرې کوي.

تقريبا د هانګ کانګ ٪۷۵ برخه کلي او بانډې دي. ۲۴ ملي پارکونه، ځنګلي تپې، ځنګلونه، زېرمې او ساحلونه د هانګ کانګ د طبيعي ښکلاو څخه شمېرل کېږي.

ژباړه: محمد عزيز پردېس

Leave a reply