د سلطان احمد جومات، د اسلامي معمارۍ يو شهکار

An image of Sultan Ahmed mosque showing all its minarets
د سلطان احمد جومات د نړۍ د ښکلو جوماتونو څخه يو زړه راښکونکی جومات دی چې د استانبول ښار په زړه کې پروت دی.
د سلطان احمد جومات د خپلو شپږو منارو په درلودو سره د اسلامي معمارۍ يو شهکار دی او دا چې د جومات په دننه برخه کې شنې کاشيانې کارول شوي دي؛ نو په آبي جومات هم مشهور دی.
د نوموړي جومات د بنسټ ډبره د ۱۶۰۹ – ۱۶۱۹ کلونو ترمنځ د لومړي سلطان احمد په امر کېښودل شوه، کله چې سلطان احمد ومړ؛ نو جومات هم د همده په نامه ونومول شو. د دې جومات اصلي اوډون او بڼه داسې ده چې، حتی د ګڼه ګونې پر وخت هم خلک کولی شي چې د جومات امام وګوري او خبرې يې واوري.
ډېری شمېر سيمه ييز خلک او ګرځندويان د لمرلوېدلو پر مهال د جومات مخې ته پروت پارک کې راټولېږي، ترڅو د آذان غږ واوري او د جومات له صحن څخه د لمر لوېدلو زړه راښکونکو وړانګو ننداره وکړي.
دا ښکلی او تاريخي جومات په بشپړ ډول د يوې اصلی ګنبزې، شپږو لوړو منارو او اته وړو ګنبزو درلودونکی دی، چې تقريبا په يو هکتار مساحت کې موقيعت لري.
د جومات اصلي ګنبزه د بهر لخوا ۴۳ متره ده او د منارو لوړوالی يې ۶۴ متره بلل شوی دی.
نوموړی جومات د عثمانيه خلافت د معمارۍ په سبک د ترکيې د يو نوموتي استاد (سنان) زده کوونکي، (صدفکار محمد اقا) له لوري طرحه شوی دی.
د جومات په داخلي برخه کې د لاښکلا لپاره له ۲۰ زرو سراميکو څخه ګټه اخېستل شوې ده او همدارنګه د داخلي برخو په لويو او وړو پنجرو کې يې د قرانکريم سپېڅلي ايتونه په رنګه او زړه راښکونکو سراميکو کې نقشبندي شوي دي، چې د جومات ښکلا يې څوچنده کړې ده.
ژباړه: محمد عزيز پردېس






