عمران خان بیا د ویډیو خپرولو ګواښ کړې

0
84

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې ټوله سازش او د هغې هر کردار معلوم دے، ما يوه ويډيو هم جوړه کړې ده، که څه هم ماته پیښ شي نو په هغه ویډیو کښې به ټولو ته راښکاره شي.

اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې دپي ټي ائي چئیرمين عمران خان وويل که څه کيږي نو د نامعلوم نمبر څخه کال راځي، زه دعدليې څخه پوښتنه کوم چې آيا مارشل لا لګول شوى دى؟ له ادبیاتو مې پوښتنه وکړه چې ایا په هېواد کې د بشر حقوق تر پښو لاندې شوي؟ زمونږ په ضد د ترهګرۍ مقدمې جوړې کړې چې مونږ ویریږو او کیښنو.

د پي ټي آئي چيئرمېن وويل ماته ټوله معلومه ده چې چا څه وکړل، زه د خپل قوم لپاره خاموش يم، زه غواړم چې هېواد ته زيان ونه رسېږي، ، زه پوهېږم چې دا سازش څنګه وشو او څوک په دې سازش کې شامل وو، خان اوویل چې ما یوه ویډیو ریکارډ کړې ده او په خوندي ځای کښې ساتل شوې ، که ماته څه وشي نو په هغه ویډیو کښې به هرڅه را څرګند شي.

عمران خان ویلي، چې د دې ویډیو له لارې به ولس ته معلومه شي، چې کومو څېرو څه کړي او چا له دې هېواد سره دومره لوی خیانت کړی، بیا به هر څه د ولس مخې ته کېږدم، چې اولس اوګوري چې څه شوي دي.

چيئرمېن پي ټي آئي عمران خان اوویل چې ددوي ټول مقصد اين آر او اخيستل وو، ددوي ټول مقصد مونږ را ښکته کول وو، ددوي دغلته دوېم غلا معلومول وو، نن دغه حکومت د ګرانۍ ټول ريکارډونه مات کړي دي،خان اوویل چې د نوازشريف په غلا باندې فلمونه جوړيږي.

ده ووئيل زمونږ په وخت كښې هر څه په مثبت لوري روان وو، زمونږ په وخت كښې برآمدات 75 فيصده زيات شول، پاكستان په برصغير كښې د روزګار تر ټولو لوئ هېواد وو، هغه اوویل چې نن نه يوازې ګرانۍ زیاته شوې بلكې د معيشت ټول شاخصونه ټيټ شول، په دوه كالو كښې برآمدات ۷۵ سلنه زيات شول۔. دسیسې جوړونکو فکر نه کاوه چې ولس به داسې لارو کوڅو ته راووځي، هر څوک چې په دې سازش کې لاس لري فکر وکړي، د دوی ایډیالوژي پیسې دي، خان اوویل دوی د د خپلې ایډیالوژۍ لپاره هر څه ته چمتو دي.
عمران خان ویلي چې دوی به کشمیریان د پامهاوغورزوي او له هند سره به اړیکې ښې کړي، له روسیې به تېل هم نه اخلي، دوی وېره لري چې که هغه هېوادونه چې ددوی پیسې الته شتون لري په غوسه شي، د دوی پیسې به په خطر کې وي، د دوی نظریې سره هیڅ تړاو نه لري. پاکستان به اسرائیل هم په رسمیت پیژني او امریکا ته به په پاکستان کې اډې ورکوي.

ده زياته کړه چې دجولايي په پنځمه دمارشل لا په لګولو سره دذوالفقارعلي بهټو حکومت ړنگ شو، ذوالفقارعلي بهټو هيواد ديو خپلواکه بهرنۍ پاليسۍ په لوري غوښتل چې لاړ شي خو امريکا په دې خوشحاله نۀ وه چې پاکستان يوه خپلواکه بهرنۍ تګلاره ولري.
نور خبرونه

نړیوال بازار کښې د تیلو بیعه نوره هم راټیټه شوې ده

د ګوند څخه وتل،انحراف کول څه وړه خبره نه ده، د ضمیر معامله ده: د پاکستان سپریم کورټ

زما په ضد ټول تورونه بې اساسه دي: بابر غوري

Leave a reply