زما په ضد ټول تورونه بې اساسه دي: بابر غوري

0
70

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی وفاقي وزیر بابر غوري ویلي دي چې زما د مور صحت ښه نه وو چې له امله یې پاکستان ته راغلم، هغه ویلي دي چې زما په ضد ټول تورونه بې اساسه دي.

کراچۍ کې د عدالت نه بهر ميډيا سره خبرو کې بابر غوري وويل هغه ته دا نۀ ده معلومه چې دا مقدمه د ده په ضد ده، هغه هغه وخت په پاکستان کې نۀ وؤ چې په ضد يې دغه مقدمه جوړه شوې ده.

بابر غوري وويل په عدالتونو باور لري، که تورونه رښتيا وى نو هغه به بيرته نۀ وى راغلى.ياده دې وي چې د پورټس او شپينګ پخوانې وفاقي وزير بابر غوري تيره ورځ د دوبۍ نه کور ته په لاره د کراچۍ ائيرپورټ نه نيولې شوي وو۔

پوليسو بابر غوري نن د ترهه ګرۍ ضد عدالت د پريزيډنګ جج په وړاندې وړاندې کړ او په دې موقع د محکمې په شاوخوا کښې سخت امنيتي انتظامات شوي وو.

د ترهګرۍ ضد عدالت بابر غوري په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی دی.پوليسو بابر غوري د خپل موبايل د مخکنۍ سيټ مخې ته راوستو په داسې حال کې چې هغه ته لاس تړلی هم نه و.

پوليس د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت کښې دريځ خپل کړے چې بابر غوري ته د اشتعال انگیز تقرير کولو کښې سهولت ورکولو الزام دے او د ملزم خلاف سائيټ سپر هائي وے پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔بل لوري ته د بابر غوري لور د خپل پلار د نيولو په ضد سندهه هائي کورټ کې د توهين عدالت درخواست جمع کړی دی
نور خبرونه

د ایم کیو ایم پخوانۍ وفاقي وزیر د کراچۍ په هوایی ډګر ونیول شو

Leave a reply