د ایم کیو ایم پخوانۍ وفاقي وزیر د کراچۍ په هوایی ډګر ونیول شو

0
193

باغي ټي وي رپورټ
د پورټس او شپینګ پخوانی وفاقي وزیر بابر غوري له دوبۍ څخه کور ته په لاره د کراچۍ په هوايي ډګر نیول شوی دی.

د پورټس او شپینګ پخوانی وفاقي وزیر بابر غوري چې په خپله خوښه جلاوطنۍ ته تللی و، څو کاله وروسته خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال د کراچۍ په هوايي ډګر کې ونیول شو.

دسرچينو له مخې بابر غوري دتيرې يوې مياشتې راهسې په دوبۍ کې اوسيدلى ؤ اؤ يوه اوونۍ وړاندې يې پاکستان ته دراتګ لپاره د الوتکې ټکټ اخستى ؤ خو بيرته يې په ناڅاپه توګه ځنډيدلى و.

سرچينې وائي بابر غوري دجولائي په ٤مه نيټه دسهار په لسو بجو د اماراتو ايئر لائنز په الوتکه EK602 کراچۍ ته راورسیدو.
دسرچينو له مخې بابر غوري هاغه مهال نيول شوى ؤ کله چې هغه دائيرپورټ څخه بهر راووت.

جيو نيوز ته په ترلاسه شوي عکس کې بابر غوري د هوايي ډګر نه بهر له ځينو ساده جامو او پوليسو سره خبرې کوي، خو د سرچينې په وينا، هغه د افسرانو له خوا له ځانه سره وړي دي.

بل لوري ته پوليس وايي د پخواني وفاقي وزير بابر غوري په ضد يې د کرپشن او ترهګرۍ مقدمې درج کړي دي.

دپوليسو چارواکو وئيلي دي چې دبابر غوري بيرته ستنيدو په اړه پوليسو ته خبردارى ورکړى شوى ؤ اؤ کله چې بابر غوري کراچۍ ته رسيدلى نو هغوي يې دائيرپورټ څخه نيولى دى.

پولیس وايي د بابر غوري په ضد د کراچۍ په مختلفو پولیس سټیشنونو کې د ترهګرۍ مقدمې درج دي او سبا به عدالت ته وړاندې کیږي.
دپوليسو دسرچينو ترمخه بابر غوري په ضد دکراچۍ په مرکزي اؤ غربي ضلعو کې مقدمې درج کړل شوي دي، هغه په سمدستي توگه په ملير ضلع کې دپوليسو په يو مرکز کې نيول شوى دى اؤ ورته دپيښې دراپورته کولولارښوونه شوې ده.

Leave a reply