نړیوال بازار کښې د تیلو بیعه نوره هم راټیټه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
په نړيواله کچه د خامو تېلو بيعه نن یو ځل بیا ۱۰ ډالره فی بیرل راټيټه شوې،دا په داسې حال کښې راټیټه شوې چې د تیلو مارکیټ د نړيوال اقتصادي بحران له وېرې سره مخ دي.
برسېره پردې، د متحده ایاالتو خام تیل ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ (WTI) د 9. 9.30، یا 8.6 فیصده، 99.13 یو بیرل ته راټیټ شو.
د کارپوهانو په وینا، د تیلو او ګازو د بیو وروستي لوړیدل د پانګوالو ترمنځ د نړیوال بحران خطر زیات کړی دی.
د راپور له مخې، نن ورځ په نړیوال بازار کې د تیلو د بیعې د راټیټیدو بل لامل په ناروې کې د بهرنیو کارګرانو اعتصاب دی چې له امله یې د تېلو تولید ۸۹ زره بېرله کمېدو اټکل شوی دی.
د یادونې ده چې تیره ورځ د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیالې مریم نواز په یو بیان کښې ویلي وو چې که چې که په نړيوال مارکيټ کې د پټرولو بيعه يو ډالر هم راټيټه شي نو شهباز شريف به په هماغه ورځ د پټرولو بيعه راټيټه کړي.
نوموړې ویلي وو چې حمزه شهباز د پنجاب د تاريخ تر ټولو لوې امدادي پېكج ورکوي.
نور خبرونه






