د فساد په ضد ادارې د پخواني وزیراعلی سیکرټري راغوښتې دې

باغی ټي وي رپورټ
د فساد ضد ادارې د پنجاب د پخواني وزیراعلی عثمان بزدار پخوانی پرنسپل سیکرټري د رشوت اخیستو په تور راغوښتي دي.
د فساد ضد چارواکو په وینا د عثمان بزدار پخوانی پرنسپل سیکرټري طاهر خورشید د رشوت اخیستو په تور په شپږمه جولايي د پوښتنو لپاره احضار شوی دی.
چارواکو ویلي چې طاهر خورشید په حکومتي پروژو کې د کروړونو روپو په اخیستو تورن دی، هغه د افسرانو د تبادلې او په څوکۍ لګولو لپاره د پیسو اخیستو تور هم دی.
اينټي کرپشن چارواکو وينا ده چې طاهر خورشيد د سړکونو ټينڈرونو منظورولو لپاره د کروړونو روپو اخستلو تور هم لګولې دې او وسيم طارق باندې هم تورونه دي چې د پروژې لپاره د اضافي فنډ منظورولو لپاره يې د کروړونو روپۍ اخستې دي.
د فساد ضد چارواکو په وینا، د C&W لوی انجینر وسیم طارق تیره میاشت نیول شوی وو. دا خبره د یادونې ده چې په دې لنډ تیر وخت کښې اینټې کرپشن ادارې د پخواني وزیراعظم عمران خان میرمن بشری بی بی رور هم په فساد کښې د لاس لرلو په تور کښې رابللې وو. په بشری بی بی باندې تورونه دې چې فرح ګوګي چې د بشری بی بی نزدې ملګرې وه ، په پنجاب کښې په یو شمیر د فساد په کارونو کښې لاس لرلو او د افسرانو په بدلولو کښې ی په کروړونه روپۍ رشوت اخستې دې، په فرح ګوګي دا هم تور دې چې هغې په ناقانونه توګه زمکې هم اخستي دي.
نور خبرونه






