روسیه وایي، د اتومي وسلو د کارولو ګواښ ورځ تر بلې ډېرېږي 

0
230

روسیه وایي، د اتومي وسلو د کارولو ګواښ ورځ تر بلې ډېرېږي 

د روسیې د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین دا هم ویلي چې په اوکراین کې روانه جګړه به یو اوږد بهیر وي.
پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د لوېدیځو چارواکو په باور پوتین په لومړي سر کې د ژر بریا او د اکراین د نیولو پلان درلود.

 

(2022 / 12 / 8    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، سره له دې چې د اتومي جګړې ګواښ زیاتېږي، خو په وینا یې روسي چارواکي به لومړی خپلې دا وسلې ونه کاروي.

پوتین ټینګار کړی، چې هېواد به یې یوازې په هغه صورت کې د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکې وسلې وکاروي، چې برید پرې وشي.
د روسیې د بشري حقونو شورا په کلنۍ غونډه کې د خبرو پر مهال پوتین دا هم ویلي چې په اوکراین کې روانه جګړه به یو اوږد بهیر وي.

اړوند موضوعات:

 سرګي لاروف: که درېیمه نړۍواله جګړه پېښېږي؛ دا به اټومي جګړه وي 

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې نړۍ یو ځل بیا د اټومي وسلې لۀ ګواښ سره مخ ده 

پوتین دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې د لوېدیځو چارواکو په باور پوتین په لومړي سر کې د ژر بریا او د اکراین د نیولو پلان درلود.

Leave a reply