د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې نړۍ یو ځل بیا د اټومي وسلې لۀ ګواښ سره مخ ده 

0
118

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتونیو ګوتریش په هیروشیما کې د خبرو پر مهال ویلي چې نړیوالو پر دې ځمکه د ۷۷ کالو مخکې پېښه هېره کړې ده او اوس ځواکمن هېوادونه له یو بل سره د اټومي‌ وسلو په جوړولو کې سیالي‌ کوي.

(2022 / 8 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړۍ یو ځل بیا د اټومي جګړې له ګواښ سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتونیو ګوتریش په هیروشیما کې د خبرو پر مهال ویلي چې نړیوالو پر دې ځمکه د ۷۷ کالو مخکې پېښه هېره کړې ده او اوس ځواکمن هېوادونه له یو بل سره د اټومي‌ وسلو په جوړولو کې سیالي‌ کوي.

د ده په خبره وروستیو تحولاتو ښوودلې ده چې نړۍ یو ځل بیا د اټومي جګړې له ګواښ ‌سره مخ ده او د نړیوالو دنده ده چې دې مسئلې ته متوجه وي.

ګوتریش پر ځواکمنو هېوادونو غږ کړی چې له تسلیحاتي سیالیو تېر شي او نړۍ د ټولو لپاره د امن او سوکالۍ کور وګرځوي.

Leave a reply