سرګي لاروف: که درېیمه نړۍواله جګړه پېښېږي؛ دا به اټومي جګړه وي

سرګي لاروف: که درېیمه نړۍواله جګړه پېښېږي؛ دا به اټومي جګړه وي
هغه د کریمیا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې کریمیا د ددینه وروسته هم د روسیې د خاورې یوه برخه وه او اوس هم یوه برخه ده. کریمیا مسئله د هر ډول بحث پر مخ تړلې مسئله ده.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي تلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ، خبرداری ورکړ که چیرې دریمه نړۍواله جګړه پیل شي دا به خامخا اټومي جګړه .
لاوروف دا څرګندونې الجزیرې سره په مرکه کې کړي دي.
هغه ویلي دي چې دریمه نړۍواله جګړه به اټومي او ډیره زیاته ویجاړونکې او خونړۍ وي.
هغه دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر جو بایدن هغه څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي وو د روسیې په مقابل کې دوه لارې لري چې یوه يي دریمه نړۍوالې جګړې پیلول دي او بله پر روسیې بندیزونه لګول دي.
هغه زیاته کړه چې بایدن یو ډیر باتجربه شخص دی او پدې ډیر ښه پوهیږي چې د بندیزونو او دریمې نړۍوالې جګړې نه پرته بل بدیل لار شتون لري.
لاوروف ویلي دي چې هیواد يي د اوکراین سره د مذاکراتو دویم پړاو ته پوره چمتو دی خو د واشنګټن په اشاره او لاسوهنې اوکراین پلو د وخت سره لوبې کوي.
هغه وویل چې هیواد به يي هیڅوخت اجازه ورنکړي چې اوکراین اټومي وسله جوړه کړي. په اصل کې په اوکراین د عملیاتو هدف هم ددې هیواد خلع سلاح کول دي.
هغه زیاته کړه چې روسیه هیڅوخت اوکراین ته کتلوي وسلو ته لاس رسي اجازه ورکولی نشي.ځکه چې دا وسلې د روسیې ملي امنیت ته ستر ګواښ دی.
هغه د کریمیا په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې کریمیا د ددینه وروسته هم د روسیې د خاورې یوه برخه وه او اوس هم یوه برخه ده. کریمیا مسئله د هر ډول بحث پر مخ تړلې مسئله ده.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په نړۍ کې د روسیې د منزوي کول په اړه هلې ځلې روانې دي وویل، روسیه په نړۍواله کچه ډیر زیات دوستان لري او هیڅکله هم څوک منزوي کولی نشي.





