د پاکستان په تاریخ کې اول ځل غریب اولس ته ریلیف ورکړې شوې دې: شیخ رشید احمد

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شی رشید احمد په یو بیان کې ویلي دي چې په تاریخ کې اول ځل په دې هیواد کې غریبه او بې وسه خلقو سره مالي مرستې شوي دي او دوی ته ریلیف ورکړل شوي دې. وزیرداخله په خپل بیان کې ویلي دي چې وزیراعظم عمران خان د پاکستان په تاریخ کې اول ځل د پاکستاني اولس او غریب وګړو زړونه ګټلي دي او دوی ته ی بشپړ ریلیف ورکړې.
دا بیان او څرګندونې داخله وزیر شیخ رشید تیره ورځ د شهري دفاع نړيوالې ورځ پحقله د سول ډيفنس اسلام آباد تر سېوري لاندې په نېشنل انسټي ټيوټ آف فائر ټيکنالوجي كښې دستورې ته د خپلې وېنا مهال وکړې.
شیخ رشید احمد اوویل چې سول ډيفنس ته مباركي وړاندې كو چې په اتم اكتوبر دې ادارې ښه خدمات ترسره كړي، هغه زیاته کړه چې د اوجړي کېمپ او د کال 65ء په جنګ كښې د سول ډيفنس کردار د ستائنې وړ دې او دا به تاریخ کې یاد ساتل شي.
هغوی اوویل او د سول ډیفنس مشرانو ته ی په ډاګه کړه چې ددې ادارې له د سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونو زده كوٶنكو ته روزنه وركولو لپاره ځانګړې غونډې او سیمینارونه په کار دي، هغه زیاته کړه چې دا روزنه دې په څلورو واړو صوبو كې ترسره شي چې ددې هیواد ټول وګړي دې ادارې څخه ګټه پورته کړي او ددې هیواد د اولس ښه خدمت وکړې شي.






