وزیراعلی په صوبه کې سي این جي مرکزونه د دو اضافي ورځو لپاره د پرانستلو باور ورکړې دې

0
119

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د ګيس کمي له وجې د سي اين جي سټېشنونو بندېدو د پرانستلو په اړه مهمه پریکړه کړې ده.

د سي اين جي استعمالوونکو او د صنعت سره تړلې خلکو ته د مشکلاتو په نظر کښې نيولو سره حکومت په هفته کښې سي این جي سټیشن په هفته کې دوه اضافي نورې ورځې د سي اين جي سټېشنونو د پرانستلو پریکړه کړې ده. اوس به صوبه کښې سي اين جي سټېشنونه په هفته کښې د درې ورځو په ځای پینځه ورځې پرانستي وي۔
وزیر اعلیٰ محمود خان چې د کابینې د غړیو د غونډې مشري ی کوله ، اړونده چارواکو ته هدايات هم جاري کړي دي چې سي اين جي سټېشنونه دې پینځلس ورځې پس په هفته کښې د ۲۴ ساعته لپاره پرانستل شي.
نوموړي دا احکامات تیره ورځ د خيبر پښتونخوا د سي اين جي ايسوسي ايشن د صدر فضل مقيم خان په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره د ملاقات په مهال جاري کړل.
په دې ملاقات کې د سي این جي سټیشنو مالکنو او صنعت كارانو وزیراعلی د خلقو ته د ورپېښو ستونزو څخه خبر كړو او غوښتنه يې کړې وه چې د سي اين جي سټېشنونه دې په هفته کې د درې ورځو په ځای ۵ پینځه ورځې پرانستلو اجازت ورکړل شي.

Leave a reply