راپور: د امریکا ۷۸ زره متحدین لا هم افغانستان کې پاتې دي

راپور: د امریکا ۷۸ زره متحدین لا هم افغانستان کې پاتې دي
دغه بنسټ په خپل راپور کې څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا ۷۸ زره متحدین پاتې دي چې د تخلیې تر ماموریت وروسته یې بیا چا پوښتنه هم نه ده کړې.
(2022 / 3 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جګړې د دورې د متحدینو په نامه یو بنسټ په خپل راپور کې ویلي، وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه ووته بیا یې د خپلو متحدینو هیڅ غم نه دی خوړلی.
یاد بنسټ زیاته کړې ده چې امریکا یوازې درې په سلو کې هغو افغانانو ته د کډوالۍ وېزې ورکړې دي چې دغه هېواد کې یې د مېشتدو لپاره د وېزو وړاندیزونه ثبت کړي وو.
دغه بنسټ په خپل راپور کې څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا ۷۸ زره متحدین پاتې دي چې د تخلیې تر ماموریت وروسته یې بیا چا پوښتنه هم نه ده کړې.
راپور کې وړاندې راغلي دي چې د امریکا متحدین په افغانستان کې ډېر بد وضعیت تجربه کوي او امریکا ته په کار ده چې هر څومره ژر کېږي غمه یې وخوري.






