عمران خان د لاهور څخه اوږد لاریون پیل کړو، د لانګ مارچ ګډون والو څخه سوګند هم واخستل شو

فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له لبرټي چوک څخه لانګ مارچ پیل کړ.
پاکستان تحریک انصاف له لاهور نه تر اسلام اباد پورې د لانګ مارچ اعلان کړی دی چې پکې د تحریک انصاف کارکنان او مشران هم د ګډون لپاره راوتلي دي.
عمران خان د مارچ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل چې زه د خپل ۲۶ کلن سیاسي ژوند تر ټولو مهم سفر پیلوم.
هغه وویل چې زما لاریون د سیاست لپاره نه دی، نه د ټاکنو لپاره او نه هم د شخصي ګټو لپاره، بلکې یوازې یو هدف دا دی چې ولس په ریښتیا هم ازاد شي، زموږ پرېکړې باید په واشنګټن یا بریتانیا کې نه وي، بلکې د پاکستان پرېکړې باید په پاکستان کې وي. د پاکستان خلک ما اخیستي دي
عمران خان ویلي چې زه یوازې د خپل هیواد او ادارو په خاطر غلی یم، زه د نواز شریف په څیر فراري نه یم، زه په دې هیواد کې ژوند کوم او مرم، زه خپلواکه پوځ غواړم، زموږ نیوکې رغنده انتقاد دی، زه یوه خبره کولای شم. ډېر خو زه نه غواړم چې د وطن تباه شي.
هغه زیاته کړه، ما هېڅکله هم کومه غیر مشروع غوښتنه نه ده کړې، یوازې پاکې او رڼې ټاکنې غواړم، ولس ته د پرېکړې کولو اجازه ورکړل شي.
د تحريک انصاف چيئرمېن وئيلي دي عدليه ته ويل غواړي چې مونږ به د آئين او قانون په مينځ کښې ځو، سپريم کورټ مونږ ته وئيلي دي چې مونږ به صرف هغه ځاي ته ځو چې اجازت نه وي۔
ده ووئيل زه په شريعت سره سترې محكمې ته دا خبره كول غواړم چې د مۍ په 25 مه تاسو زمونږ د جمهوري حق حفاظت ونه كړو، مونږ ووژل شول، خلك را پورته شول خو مونږ ته انصاف ونه شو، مونږ به د مارچ په مهال پرامن پاتې شو. هغه څوک چې مجرمان دي، رانا ثناءالله چې ۱۸ قتلونه یې کړي او شهباز شریف چې د بشري حقونو په رپورټ کې هم شامل دي، تاسو باید په دوی نظر ولرئ.
د عمران خان د خطاب نه پس سينئر فيصل جاويد خان د لانګ مارچ برخه والو څخه سوګند هم واخستو.
…………………………..
نور خبرونه
د پي ټي آیی لانګ مارچ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړیو ته ځانګړې لارښوونه شوې ده
پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم





