عمران خان چې واک ترلاسه کړو نو بیا خپلو نزدې ملګرو سره هم سترګې بدلې کړې: وفاقي وزیراطلاعات، مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې فارن فنډ فتني اعتراف کړې دې چې هغې د آرمي چيف ته د نامعلومې مودې لپاره د توسیع وړانديز کړې وو۔
د پي ټي ائي د چيئرمېن عمران خان په بيان رد عمل کښې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د بهرنۍ سرمايه کارۍ غدارانو منلې چې د آرمي چيف د مودې غځولو وړانديز يې د نامعلومې مودې لپاره کړي وو، اوس د بهر ملکې غدارۍ سره هم هغه شان سلوک کيږي چې هغه د دې حقدار دے.
هغه وويل پاکستان تحريک انصاف يواځې دبهرنيو فنډونو په ذريعه تباه شوى، عمران خان کرپشن نۀ دى کړى بلکې څلور کاله يې لوټ مار کړى دى، هيواد ٦ مياشتې دمخه دتباهۍ په لوري روان شوى ؤ.
د اطلاعاتو وزیر وویل چې د جاسوسۍ اجازه یې پخپله ورکړې وه، عمران خان واک ته له رسیدو سره سم له خپلو نږدې کسانو سره سترګې بدلې کړې.
………………………………..