د پي ټي آیی لانګ مارچ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړیو ته ځانګړې لارښوونه شوې ده

0
123

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند اسمبلۍ غړو ته لارښوونه شوي چې د پي ټي آئي لانګ مارچ لپاره دې لږ تر لږه زر کسان راولي او که هغه غړي مطلوبه شمېره نه راوړي نو په ضد به يې کاروايي وشي.

د پي ټي آئي خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو سيکرټري ظاهر شاه طورو جيو نيوز سره خبرو کښې اوويل چې د لانګ مارچ په اړه ذمه وارۍ د قامي اسمبلۍ او ضلعي تنظيمونو ته سپارلې شوي دي۔
ده ووئيل د نومبر په څلورمه نېټه به د خېبرپښتونخوا څخه قافلې مارچ ته ځي او د صوبې په لکونو مزدوران به په لانګ مارچ کې برخه اخلي.

ظاهر شاه وويل د پېښور نه به د قافلې مشري وزيراعلي محمود خان کوي او د مردان نه عاطف خان او د صوابۍ نه به اسد قيصر او شهرام ترکي به د قافلې مشري کوي.
هغه زياته کړه چې د اسمبلۍ غړو ته هدايات ورکړل شوي چې لانګ مارچ کې لږ تر لږه ١٠٠٠ کسان راوغواړي او که د اسمبلۍ کوم غړي مطلوبه شمېره نه راوړي نو ګوند به يې پر ضد کاروايي کوي.
دا خبره مهمه ده چې د بي ټي آیی چیرمین عمران خان ویلي دي چې لانګ مارچ به نن په ۲۸ اکتوبر د لاهور څخه پیل کړي.
………………………………………………
نور خبرونه

عمران خان د یو شمیر نورو بهرني هیوادونو څخه هم ډالۍ ترلاسه کړي، خو هغه ی په پاکستان کښې نه دې څرګندې کړي

پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم

عمران خان چې واک ترلاسه کړو نو بیا خپلو نزدې ملګرو سره هم سترګې بدلې کړې: وفاقي وزیراطلاعات، مریم اورنګزیب

لاهور کښې ایف آیی اې د یو شخصي ټي وي چینل یو اینکر د بینک څخه په جعلۍ سازې پور اخستلو په تور نیولې دې

د مسلم لیګ ق مشر چوهدري شجاعت حسین وایی چې د پنجاب وزیراعلی په توګه امن او قانوني برقرار ساتلو ذمه واري د پرویز الهي ده

د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف ویلي دي چې په اساسي قانون کې چیرته لیکل شوي چې د دندې د غځولو وړاندیز دې وشی او غوښتنې دې اومنل شي

Leave a reply