ټي ټونټي نړیوال جام، د افغانستان او ایرلینډ لوبه د باران له امله و نه شوه، دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمبره ورکړل شوه
باغی ټي وي رپورټ
د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د سوپر ۱۲ پړاو په لړ کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده.
په میلبورن کې د پرله پسې باران له امله د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له امله لغوه شوه.د افغانستان او ایرلنډ تر منځ لوبه د پرله پسې باران له امله په میلبورن کرېکټ لوبغالي کې ونه شوه.
د لوبې تر پایه افغانستان او ایرلنډ ته یو یو پواینټه ورکړل شوه.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او نیوزیلینډ لوبه هم د باران له امله بې پایلې پای ته رسیدلې وه او افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې انګلستان ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړې وه او یو پواینټه یې ترلاسه کړې وه.
له بلې خوا د ایرلینډ لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې ایرلینډ انګلستان ته د ډیک ورتھ لوئس سیسټم له مخې په ۵ منډو ماتې ورکړه.
…………………………………………..
نور خبرونه
د پي ټي آیی لانګ مارچ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړیو ته ځانګړې لارښوونه شوې ده
پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم