د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګريزو برخو کې زياتوالی راغلی
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مسؤلينو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي،چې له افغانستان سره یې سوداګري سږ کال دوه چنده شوې ده.
د مسؤلينو په خبره، چې په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې.
(2022 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مسؤلينو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي،چې له افغانستان سره یې سوداګري سږ کال دوه چنده شوې ده.
د مسؤلينو په خبره، چې په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې.
د پاکستاني چارواکو په خبره تېر کال د اوړي په دریو میاشتو کې دا سوداګري شاوخوا ۹۱ میلیونه ډالره وه.
اړوند موضوعات:
د پاکستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین دغه خبر وروسته تر هغه ورکوي ، چې موده وړاندې افغان سوداګرو له پاکستان د سوداګرۍ د کموالي خبر ورکړي ؤ او ویلي یې ؤ چې سرحدي ستونزو دغه سوداګري له خنډ سره مخ کړې او له مسؤلینو یې د دغو ستونزو د حل غوښتنه کړې وه.