د پاکستان او افغانستان د سوداګرې او صنایعو ګډې خونې مشرانو غوښتنه کړې چې د دواړو هیوادونو معیشت ته وده ورکولو لپاره باید ددوی غوښتنې اومنل شی او دوی لپاره اسانتیاوې ورکړل شي

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې (PAJCCI) د اسټیک هولډرانو غونډه د سیمه ییزو سوداګریزو اړیکو په اړه د پاکستان پنجاب صوبې فیصل آباد ښار کښې ترسره شوه.

وړمه ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې غونډه كښې د سوداګرې ټولنې د مېرمنو غړو، د TDAP چارواكو او د PAJCCI د مرستيال مشر ضياء الحق سرحدي پشمول لوړ پوړو چارواكو ګډون وكړو۔
د غونډې په پیل کې د PAJCCI مرستیال ضیا سرحدي له افغانستان سره د زمکې د سوداګرۍ په برخه کې د روانو پرمختګونو په ځانګړي ډول د هغه رول په اړه چې حکومت یې د اسانتیا او ښه والي په برخه کې لوبولی شي، په اړه یې معلومات ورکړل.

ده ووئيل چې د PAJCCI او د هغې مشر زبير موتي والا او كو-چيئرمين خان جان الکوزي; دواړو شپه او ورځ هڅې پیل کړي ترڅو د سوداګرۍ ټولنې غږ له حکومتونو سره د اړوندو لومړي وزیرانو تر کچې پورته کړي او د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګرۍ ته وده ورکړي چې د دواړو هیوادونو معیشت وده وکړي.
نګهت شاهد؛ د فیصل آباد د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیسې آذربایجان ته د خپل وروستي سفر په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او په هغه هیواد کښې ی د بیلا بیلو تجارتي څانګو کښې د فرصتونو په اړه معلومات هم ورکړل چې دا د پاکستان د معیشت د پرمختګ لپاره ډیر مثبت رول لوبولې شي.
هغې وویل چې د CAR ایالتونو سره سوداګري د پاکستاني محصولاتو لپاره د لوړ حاصل احتمال لري خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ خنډونو له امله د ټرانسپورټ لګښت خورا لوړ دی.

درشوار، د پاک افغان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ښځو څانګې PAJCCI نماینده د سوداګریزو خنډونو او د ازموینې او سختو وختونو او ستونزو سره سره د سوداګرو میرمنو د نه ستړي کیدونکو هڅو ستاینه وکړه.

د PAJCCI عمومي منشي؛ فایزه وویل چې د فورم غونډه د سوداګرو میرمنو په دوامداره ښکیلتیا متمرکزه ده او د فوکس ګروپ په راتلونکو بحثونو کې د ګډون بلنه یې ورکړه چې PAJCCI د افغان میرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړو ته بلنه ورکړه ترڅو د سوداګرۍ په دواړو غاړو کې میرمنو ته د B2B ارتباط چمتو کړي.

هغې زیاته کړه، PAJCCI ژمن دی چې د دواړو هیوادونو د ښځو سوداګریزې ټولنې وهڅوي او فعاله کړي کوم چې د اقتصاد د ودې او د ښځو لپاره د درناوې او د کار پیدا کولو لپاره ډیر زیات اړین دې.
…….
نور خبرونه

کورکمانډرز کانفرنس کښې د سیلاب او بارانونو د زیان جاج اخستل شوي، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ په ضد هڅو ته دوام ورکولو ژمنه شوې

په جوزجان کې یوه نوښتګر ځوان موټر جوړ کړی دی

د داخله چارو وزیر رانا ثناالله په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده

Leave a reply