کورکمانډرز کانفرنس کښې د سیلاب او بارانونو د زیان جاج اخستل شوي، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ په ضد هڅو ته دوام ورکولو ژمنه شوې

باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه دپوځ سرلښکر ته هدايات کړي دي چې سيلاب ځپلو سره هر ډول ممکنه مرستې يقيني کړي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه وشوه چې پکې د هېواد د داخلي او خارجي امنیتي حالاتو جاج واخیستل شو.
د آئي اېس پي آر ترمخه د فوځ فارمشن په سېلاب ځپلو سيمو كښې د امدادي كارونو جائزه اخستې او د سېلابونو او بارانونو له وجې د قيمتي ځاني زيانونو او مالونو په زيان ئې غمرازي څرګنده كړې ده۔
د آئي ايس پي آر له مخې فارميشنز وئيلي دي چې د سيلاب ځپلو سره مرستې لپاره به هيڅ قسمه کوشش نه کوي۔
په دې موقع دپوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې پوځ دې سېلاب ځپلو ته هر ډول ممكنه مرستې يقيني كړي چې هر ځپل شوي كسان ته رسېدنه وكړي۔
د پاکستان فوځ سرلښکر دا لارښوونه هم کړې ده چي په خيبرپښتونخوا او بلوچستان کښي دي د ترهه ګرۍ په ضد مکمل عملياتو ته هم تیارې ونیول شي.
نور خبرونه
سیګرټ څښل انساني صحت او په ځانګړې توګه زړه ته ډیر زیات زیان رسوي: نوې څیړنې او تحقیق
د داخله چارو وزیر رانا ثناالله په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده





