سیګرټ څښل انساني صحت او په ځانګړې توګه زړه ته ډیر زیات زیان رسوي: نوې څیړنې او تحقیق

0
564

باغی ټي وي رپورټ
سګرټ څکول زړه ته له توقع څخه ډیر زیان رسوي.دا خبرداری په ډنمارک کې په یوه کلینیکي څیړنه کې ورکړل شوی.

طبي پوهانو ته لا د وړاندې معلومه وه چې سګرټ څښل د زړه شریانونه بندوي چې د زړه د ناروغیو او سټروک خطر زیاتوي.

خو د Herlev او Gentofte روغتون څیړنې موندلې چې د سګرټ کاروونکو زړونه د نورو په پرتله ډیر درانه او کمزوري وي.
د دې له امله، زړه د بدن مختلفو برخو ته په سمه توګه د وینې رسولو توان نلري.څومره چې د سګرټ څښلو کچه لوړه وي، هغومره د زړه فعالیت خرابیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې هر کال ۸ میلیونه کسان د سګرټ څکولو له امله مري، په تېره بیا په دغه ډول کسانو کې د زړه د حملې او فالج له امله د مړینې کچه ډېره لوړه ده.

په دې څیړنه کې د 20 څخه تر 99 کلونو پورې 3,874 خلک شامل وو او د دوی د سګرټ څښلو تاریخ په اړه پوښتنلیکونه ډک کړل.
د څیړنې په پیل کې دغو کسانو د زړه د ناروغۍ هیڅ شکایت نه درلود، په داسې حال کې چې د الټراساؤنډ په واسطه د دوی د زړه روغتیا هم معاینه شوې.

وروسته بیا، د روږدي سګرټ څښونکو ډاټا د هغو کسانو سره تحلیل شوي چې د روږدي کیدو څخه ډډه کوي.پایلې ښودلې چې سګرټ څښل زړه دروند او ضعیف کوي ، پداسې حال کې چې د زړه کیڼ اړخ لږه وینه پمپ کوي.

د مطالعې په لس کلنه موده کې، د سګرټ څښونکو زړونه کمزوري شوي، او څیړونکو ویلي چې دا زیان د پام وړ کم کیدی شي که چرې د سګرټ څښلو څخه ډډه وشي.
که تاسو نه پوهیږئ نو وس پوهه شئ چې یو سګرټ 7000 کیمیاوي مواد لري چې د زړه شریانونه تنګوي او زړه ته زیان رسوي.

دغه ډول نیکوتین د زړه ضربان او د وینې فشار خطرناک کچې ته لوړوي.د دې څیړنې پایلې د اروپا د زړه ناروغۍ د کانګرس په غونډه کې وړاندې شوې.
………
نور خبرونه

د داخله چارو وزیر رانا ثناالله په ضد د ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سرکاري ادارو ته امر کړې چې ډیپارټمنټل سپورټس دې بحال کړي

Leave a reply