د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف سرکاري ادارو ته امر کړې چې ډیپارټمنټل سپورټس دې بحال کړي

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم شهباز شریف ټولو حکومتي څانګو ته امر کړی چې خپل د سپورټس ډیپارټمنټ (ډپارټمنټل سپورټس) بحال کړي.
د دولت مشترک او اسلامي پيوستون په لوبو کې د مډالونو ګټلو لوبغاړو ته د درناوي لپاره په وزيراعظم هاؤس کې يوه دستوره وشوه.زيراعظم شهباز شريف د لوبغاړو سره وليدل او مډال ګټونکو ته يې د انعامونو چيکونه ورکړل۔
وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان لوبغاړو په اوسنی نړیوال سیالیو کښې ښه كاركردګي وښودله او د مډالونو په ګټلو سره يې د هېواد ملي بيرغ پورته كړو، د پاکستان ملي بیرغ ته عزت ورکړو .
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې دې پاکستاني لوبغاړو په نړیوال کچ د پاکستان عزت او د قام سر لوړ کړو. لوبغاړو ته اوویل چې دوی دې خپلې هڅو او محنت ته دوام ورکړي .
په دې موقع وزیراعظم شهباز شریف د اولمپئن جولین تھرو ویشتونکي ارشد ندیم او ټولو لوبغاړو غوښتنې پوره كولو اعلان وكړو او ټولو حكومتي څانګو ته يې د سپورټس څانګې بحالولو امر وكړو۔
ياده دي وي چي پخواني وزيراعظم عمران خان په ډیپارټمنټل سپورټس بنديز لګولي وو۔
نور خبرونه
د پاکستان ښځینه لوبډلې د بلی جین کنګ ټینس نړیوال سیالیو کښې ترکمانستان ته ماتې ورکړې ده





