د پاکستان ښځینه لوبډلې د بلی جین کنګ ټینس نړیوال سیالیو کښې ترکمانستان ته ماتې ورکړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د بلی جین کنګ ټینس کپ سیالیو کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه.

د پاکستان د ټینس لوبغاړې اشنا سهیل په زړه پورې کارکردګۍ پاکستان ته ۱-۲ ماتې ورکړه.

اشنا لومړی خپله سنگل لوبه وگټله او بیا د ډبلز مسابقه د خپل هیوادواله سارا محبوب سره وگټله، چې ساره محبوب په خپل سنگلز لوبه کې بایللې وه.

پاکستان لوبډلې په پول بي کې له دریو څخه دوه مېچونه ګټلي او د پاکستان لوبډلې په خپل پول کې دویم مقام خپل کړی دی.
تر دې وړاندې پاکستان لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړې وه او له منګولیا څخه ی ماتې خوړلې وه.

اوس به د پاکستان لوبډله په اسیا اوشینیا ګروپ دوه کې د دریم مقام لپاره د سریلانکا له لوبډلې سره سیالي کوي.
نور خبرونه

د سعودي عربستان باچا په پاکستان کښې د ۱ یو ملیارده ډالرو پانګونې امر جاري کړې دې

په نړیوال کچ د عمران خان دا دومره لویه ستاینه او هرکلۍ ولۍ؟ رښتیا او حقیقت څه دې ؟