د سعودي عربستان باچا په پاکستان کښې د ۱ یو ملیارده ډالرو پانګونې امر جاري کړې دې

0
188

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان با چا سلمان بن عبدالعزیز په پاکستان کې د یو میلیارد ډالرو پانګونې امر کړی.

د سعودي ميډيا له مخې د باچا سلمان دا امر د پاكستان د اقتصاد او خلكو سره د سعودي عرب د مرستې څرګندونه ده۔
د یادونې وړ ده چې د باچا سلمان دغه حکم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري او د هغه د سعودي سیال فیصل بن فرحان تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته صادر شو.

د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سعودي عرب په پاكستان كښې د يو ارب ډالرو سرمايه كارۍ باور وركړې په كومه چې بلاول بهټو د خپل سعودي هم منصب څخه مننه وکړه او په ځانګړې توګه ی د باچا سلمان ستاینه وکړه.

په دې ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو د ورورولۍ اړیکو په پراختیا هم خبرې وکړې.

نور خبرونه

ترڅو چې پاکستان کښې بې ثباتي او سیاسي ګډوډي وی د بهر هیوادونو سرمایه دې هیواد ته نه شي راتللې: احسن اقبال

په نړیوال کچ د عمران خان دا دومره لویه ستاینه او هرکلۍ ولۍ؟ رښتیا او حقیقت څه دې ؟

Leave a reply