په جوزجان کې یوه نوښتګر ځوان موټر جوړ کړی دی

0
191

په جوزجان کې یوه نوښتګر ځوان موټر جوړ کړی دی

د محمد داود پلار وايي، زوی یې د موټر جوړولو په برخه کې ډېر استعدادونه لري. نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د نوښتګرو ځوانانو د هڅونې په موخه مهم او ګټور پروګرامونه په لاره واچوي.

 

(2022 / 8 / 25  نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

د جوزجان ولایت د مردیان ولسوالۍ د جنګل ایرګ په کلي کې یو نوښتګر ځوان محمد داوود په ۵۰ زره افغانیو یو موټر جوړ کړی چې د درېیو موټرو په پرتله دوه چنده ارزانه دی.

د جوزجان ولايت دغه ځوان لۀ یوې سیمه ییزې راډیو سره پۀ مرکه کې ویلي چې، چې که د دولت ملاتړ ترلاسه کړي، نو د موټر جوړولو په برخه کې به يو په بل پسې لويې پروژې به پلې کړي.

د مرديان ولسوالۍ اوسېدونکى محمد داوود چې دغه موټر يې جوړ کړى، زياتوي چې که ملاتړ يې وشي، د لويو او وړو موټرو د جوړولو توان لري.

هغه هيله لري چې يوه ورځ به د جنګل ايريګ په کلي کې د موټر جوړولو فابريکه جوړه کړي او د موټرونو په پلورلو سره به په دغه کلي کې د سړکونو په جوړولو، د څښاک د پاکو اوبو، برېښنا او کلينيکونو په برابرولو کې مرسته وکړي چې څو لسيزې يې هيڅ پرمختګ نه دی ليدلی.

د محمد داود پلار وايي، زوی یې د موټر جوړولو په برخه کې ډېر استعدادونه لري. نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د نوښتګرو ځوانانو د هڅونې په موخه مهم او ګټور پروګرامونه په لاره واچوي.

 

Leave a reply