په تورخم پوله نیول شوی کسان دې پریښودل شی او اړوند حکومتي ادارې ته دې وسپارل شي: معراج الدین شینواري او نورو مشرانو خبری کانفرنس

که نیول شوو کسانو کوم غیرقانوني کار کړې وي نو باید حکومتي اړوند ادارې ته وسپارل شي: غوښتنه
0
29

باغي ټي وي رپورټ
ډسټرکټ پریس کلب لنډي کوتل (رجسټرډ) کښې خبري غونډې ته د آل تورخم کليئرنګ ايجنټس ايسوسي ايشن چيئرمېن معراج الدين شينواري، صدر مجيب شينواري، پخواني صدر حيات الله، حضرت عمر، قاري نظیم ګل شينواري او نورو وويل چې څلويښت ورځې وړاندې يو شمير کلیرینس ایجنټان په پوله اهلکارو لخوا نيول شوي دی او دوی ی په کلکه ټکو کښې غندنه کوي.

مشرانو اوويل د بارډر اهلکارو نيول شوي کسټم ايجنټانو باندې تشدد کړې او تراوسه ی نه دي آزاد کړي .دوی اوویل که نیول شوو کسانو کوم غیرقانوني کار کړې وي نو باید دا نیول شوي کسان اړوند حکومتي ادارې ته وسپارل شی .
دوی اوویل او غوښتنه ی وکړه چې که نیول شوی کسان آزاد نه کړې شول نوی دوی به په پاک افغان شاهراه باندې احتجاج پیل کړي او لویه لار به بنده کړي.
……..

Leave a reply