د پاکستان تحریک انصاف پنجاب اسمبلۍ غړي او مشر ایم پي اې خرم لغاري د ګوند څخه استعفی اعلان کړې

0
182

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پنجاب اسمبلۍ غړي خرم لغاري د ګوند پرېښودو اعلان کړی دی.

خرم لغاري له جيو نيوز سره په خبرو کې ويلي چې د ده ترڅنګ د اسمبلۍ پنځو نورو غړو هم د پاکستان تحريک انصاف پرېښودو پرېکړه کړې ده، ټول غړي به په يوه منظمه خبري غونډه کې له ګوند څخه د وتلو اعلان وکړي.

خرم لغاري د پنجاب کابينې په اړه د اندېښنې څرګندولو په ترڅ کې وويل چې بايد وويل شي چې د پنجاب په کابينه کې د شاملېدو معيار څه دی.
هغه وويل، “موږ ته بل څه ښودل شوي، بل څه شوي دي، امکان لري چې موږ په راتلونکو دريو يا څلورو ورځو کې د اسمبلۍ څخه استعفا وکړو.”

ياده دې وي چې خرم لغاري پخوا هم د پارټۍ په پاليسۍ د تحفظاتو څرګندونه کړې وه او کله چې د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار په ضد کومه ډله جوړه شوه نو هغه هم په کې شامل وو.
نور خبرونه

لاهور هایی کورټ ډي جي اینټي کرپشن ته په قهر شوې، د داخله وزیر په ضد ی قضیه ی لاندیني عدالت ته استولې ده

فوځ حق لري چې په کومه ستونزه باندې دوی خپل دریځ وړاندې کړي او اولس د حقیقت څخه خبر کړي: وفاقي وزیر داخله رانا ثناالله

د پي ټي آیی لانګ مارچ، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړیو ته ځانګړې لارښوونه شوې ده

عمران خان د یو شمیر نورو بهرني هیوادونو څخه هم ډالۍ ترلاسه کړي، خو هغه ی په پاکستان کښې نه دې څرګندې کړي

پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم

عمران خان چې واک ترلاسه کړو نو بیا خپلو نزدې ملګرو سره هم سترګې بدلې کړې: وفاقي وزیراطلاعات، مریم اورنګزیب

لاهور کښې ایف آیی اې د یو شخصي ټي وي چینل یو اینکر د بینک څخه په جعلۍ سازې پور اخستلو په تور نیولې دې

د مسلم لیګ ق مشر چوهدري شجاعت حسین وایی چې د پنجاب وزیراعلی په توګه امن او قانوني برقرار ساتلو ذمه واري د پرویز الهي ده

د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف ویلي دي چې په اساسي قانون کې چیرته لیکل شوي چې د دندې د غځولو وړاندیز دې وشی او غوښتنې دې اومنل شي

Leave a reply