عمران خان لومړې هم ۱۲۶ ورځې احتجاجي پرلت کړې وو او چین ی له پاکستان څخه لرې کړې وو: مولانا فضل الرحمان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک تحریک او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د عمران او د هغه د رژیم په منفي رول باندې دولتي ادارې هم را اوچتې شوي دي او د عمران خان په ضد ی غږ پورته کړې دې.
چنيوټ کښي ميډيا سره خبرو کښي مولانا فضل الرحمان اوويل چي د عمران خان مارچ د آزادئ مارچ نه بلکي يو د لوفرۍ او لیونتوب مارچ دے، عمران تر دې وړاندي د 126 ورځني دھرنا په کولو سره چين له مونږه د ليري کولو کوشش کړے وو ولي کله چي مهمه غونډه راغله۔ روانه وه نو بیا یې هم هغه حرکت پیل کړو.
هغه وويل چين پوهيږي چې زموږ حکومت څو مياشتې کيږي خو بيا هم پانګونه کوي.
ده ووئيل چې د عمران خان او د هغه د حكومت په منفي كردار باندې رياستي ادارې هم راټوكېدې او معيشت يې تباه كړے۔
مولانا فضل الرحمان وويل عمران خان نن پاکستان ته په خپلو پښو د ودرېدو اجازه نه ورکوي، که په نړۍ کې کوم رياست په اقتصادي لحاظ تباه شي نو هغه هېواد ختمېږي.
ده ووئيل چې تر دې زيات عمران خان ميليون مارچ او ازادي مارچ كړے دے، په اسلام آباد كښې 15 ورځې پاتې شوے دے۔
د پي ډي ایم مشر وویل ولې نن زمونږ ملکي ادارې دومره مجبور شو چې په میډیا باندې پریس کانفرنس وکړي،هغه اوویل چې زمونږ تنظیم مجبور شوې چې د عمران اصلي شکل د نړۍ مخې ته وړاندې کړي.
……………………….
نور خبرونه
د ارشد شریف د وژنې ټول ثبوتونو د عمران خان او سلمان اقبال لوري ته ځي
سلمان اقبال عماد یوسف ته ویلي وو چې خبریال ارشد شریف دې بهر ولیږل شي: ډي جی ایی ایس پي آر
د پاکستان فوځ ویاند ویلي دي چې دوی څخه غلطی کیدې شی خو د هیواد لپاره غداري او سازش نه شي کولې