سلمان اقبال عماد یوسف ته ویلي وو چې خبریال ارشد شریف دې بهر ولیږل شي: ډي جی ایی ایس پي آر

0
148

باغی ټي وي رپورټ
د آئي ايس پي آر ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار وئيلي دي چې د شهبازګل تر نيولو وروسته سلمان اقبال عماد يوسف ته وئيلي وو چې ارشد شريف دې بهر ولېږل شي، سلمان اقبال دې بيرته پاکستان ته راوستل شي او هر اړخيزه پلټنې دې وشي.

راولپنډۍ کښې ميډيا بريفنګ په مهال ډي جي آئي ايس پي آر اوويل چې مرحوم ارشد شريف، نورو خبريالانو او د سوشل ميډيا فعالانو هم په دې اړه خبرې اترې وکړې، د دې باوجود زمونږ په زړونو کښې د ارشد شريف لپاره هيڅ نفرت نشته، مونږ بې ثبوته تورونه لګولو.
ليفټننټ جنرل بابر افتخار وئيلي دي چې په ميډيا ٹرائل کې د دروغو او سازشي بيانونو په ترويج کې اے آر وائی چينل کردار ادا کړو.

ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چي ارشد شريف د اګست په 10مه نيټه د کوپشاور ائيرپورټ نه دوبئ ته روان شوے وو، د خيبرپښتونخوا حکومت ورته ايئرپورټ ته مکمل پروټوکول ورکړے وو، د خيبرپښتونخوا حکومت لخوا د ارشد شريف په اړه د اګست په 5مه نيټه د ټريف الرټ جاري کړے شوے وو، کوم معلومات ئي امنيتي ادارو سره نه وو شريک کړي د دې ګواښ خبرداری، داسې ښکاري چې د ګواښ خبرداری د ځانګړي فکر له مخې صادر شوی، د ګواښ له خبرداري څخه داسې ښکاري چې ارشد شریف له هېواده وتلو ته اړ ایستل شوی وي.
ليفټننټ جنرل بابر افتخار زياته کړه چې د شهبازګل تر نيولو وروسته سلمان اقبال عماد يوسف ته ويلي وو چې ارشد شريف دې بهر واستول شي. هغه اوویل چې سلمان اقبال دې د نورو پلټنو لپاره پاکستان ته راوستل شي.

هغه وویل مونږ ټول باید د تحقیقاتو کمیسیون ته انتظار وکړو او په خپلو ادارو باور ولرو. جیونیوز څو ځله هڅه وکړه چې د سلمان اقبال سره د هغه د نظر ترلاسه کولو لپاره اړیکه ونیسي، خو اړیکه ورسره ونشوه، په رسنیو کښې چاپ شوي یو راپور مطابق خو د سلمان اقبال د نظر ورکولو لپاره جیونیوز پلیټ فارم شتون لري.

…………………………

Leave a reply