ارشد شریف غوښتل پاکستان ته راستون شی، هغه ته پاکستان کښې هیڅ ګواښ نه وو: ډي جي آیی ایس آیی لیفټننټ جنرل ندیم انجم

فایل فوټو: لیفټننټ جنرل ندیم انجم
باغی ټي وي رپورټ
ډي جي آیی ایس آیی لیفټننټ جنرل ندیم انجم خبري غونډې ته په وینا کښې اوویل چې ارشد شریف غوښتل چې پاکستان ته واپس راستون شي او د هغه ژوند ته په پاکستان کې کوم ګواښ نه وو.
هغه وويل کله چې ارشد شريف دلته و نو هغه د ادارې سره په تماس کې و، کله چې بهر ته تللو نو هم يې اړيکې ساتلې وې، ویاند زیاته کړه چې ارشد شريف غوښتل چې بيرته راشي، په پاکستان کې د هغه ژوند په خطر کې نه وو، کله چې د خېبرپښتونخوا حکومت ګواښ خبرتیا جاري کړه نو زمونږ د څیړنې له مخې، داسې هیڅ نه و.
DGISI وویل چې که د دروغو له وجه د فتنه او فساد ګواښ وی نو په داسې وخت کښې حقیقت غلی نه شي پاتې کیدلې، زه به د خپلې ادارې، ځوانانو او شهیدانو د دفاع لپاره رښتیا وایم.
هغه وويل چې زموږ په شهيدانو ملنډې وهل شوي، په دې کې شک نشته چې د مير جعفر، مير صادق په نوم د چا غندنه وشي، بې له ثبوته د تورونو غندنه کمه ده.
ډي جي آئي ايس آئي اوويل چي غير جانبدار او حيواني خبره د دې لپاره نه ده چي مونږ هيڅ غداري نه ده کړې بلکه دا ځکه ويل کيږي چي مونږ کوم غيرقانوني کار نه انکار کړی دی، د غيرقانوني کار نه د فرد يا فرد لخوا انکار کول يواځي د آرمي چيف فيصله نه بلکه د ټول اداري فيصله وه .
لیفټننټ جنرل نديم انجم زياته کړه چې په مونږ باندې په خاصه توګه د روان کال مارچ راهسې ډير فشارونه دي، مونږ د آئيني کردار د محدودولو فيصله کړې ده، جنرل باجوه که وغواړي نو شپږ اووه مياشتې به ی دنده نوره هم غځولې وې خو جنرال باجوه باجوه د هېواد او ادارې په ګټه پرېکړه وکړه، جنرال باجوه او د هغه پر اولادونو سختې نیوکې وشوې.
د فوځ سرلښکر ته په خپل وخت کې د نامعلوم وخت لپاره د توسیع وړاندیز کړی شوې وو: لفټننټ جنرل ندیم انجم
ډي جي آئي ايس آئي اوویل چي آرمي چيف ته د خپلي دورې د نامعلومه مودې غځولو وړانديز شوي وو، آرمي چيف د دورې د غزولو وړانديز رد کړو.
هغه وویل که ستاسو د فوځ مشر غدار وي نو تاسو ولې په تیرو وختونو کې د هغه د ستاینې پلونه جوړ کړل، که ستاسو په نظر د فوځ مشر غدار وي نو تاسو ولې د هغه د دندې غځول غواړئ، که ستاسو د فوځ مشر خیانت کوونکی او غدار وی نو نن ولې په پټه ورسره ملاقاتونه کوې.
…………………………






