د عمران خان په ضد د توشه خانه په قضیه کښې نااهله کیدلو سره به خبره پای ته و نه رسی، عمران خان بهرنۍ پیسې هم پټې کړي، آیا په دې پیسو ی ټیکس ورکړې؟ شاهد خاقان عباسي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د عمران خان په نااهله کولو دا خبره او عمل به پای ته و نه رسي.
د جيو نيوز پروګرام “نن شاهزيب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال شاهد خاقان وويل، چې راغلې پيسې يې چېرته پټې کړې، ايا عمران خان په دې پيسو ټېکس ورکړی؟
ده ووئيل چې اوس به د سپريم كورټ هم ازموينه كېږي، همغه سترې محكمې يو وزيراعظم د يوې وړې معاملې له وجې نا اهله كړې وو۔
شاهد خاقان عباسي ویلي، نواز شریف د یو شخصي ښاریز په توګه د خپل زوی له کمپنۍ څخه فیسونه اخیستي وو، چې هغه یې نه دي اخیستي، نو هغه یې افشا نه کړل، نواز شریف ته د دې جرم په خاطر د ټول عمر لپاره نااهله هم نه ده ورکړل شوې.
شاهد خاقان عباسي ویلي او د پوښتنه ی را اوچته کړې چې اوس به یوازې ستره محکمه دا خبره کولی شي چې ایا د عدالت او انصاف نظام د نواز شریف لپاره بل کوم دې؟
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې پرون د جمعې په ورځ د عمران خان په ضد د ټاکنو کمیشن ۵ کسیزې کمیټې د توشه خانه په قضیه کښې عمران خان د ۵ کالو لپاره نااهل اعلان کړو.
دلته دا خبره هم مهمه ده چې په کال ۲۰۱۷ کښې هم پخونې وزیراعظم د جمعې په ورځ د پاکستان سپریم کورټ نااهل اعلان کړې وو.
………………………….
نور خبرونه
د عمران خان په ضد د بد کرداره الیکشن کمشنر پریکړه ردوو: فواد چوهدري
پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه د ویستلو ټول کریډت د عمران خان دې: د پنجاب وزیراعظم پرویز الهي
د پي ټي آیی مشرانو عمران خان ته مشوره ورکړې چې خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي
پاکستان د FATF خړ لست څخه د ویستلو کریډیټ د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ځي






