نن بیا د امریکایی ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ روپۍ قوي شوې ده

0
227

باغی ټي وي رپورټ
د څو ورځو په ترڅ کې د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د امريکايي ډالر ارزښت ۱۶ روپۍ ۷۱ پيسې راټيټ شوی دی.

نن چهارشنبه د کاروبار په پای ته رسېدو سره په انټربینک کې د ډالر پر وړاندې یو روپۍ ۷۰ پېسې سستې شوې چې له دې وروسته یې بیه ۲۲۳ روپۍ ۹۴ پېسې ته رسېدلې ده.

ياده دې وي چې د انټر بينک په اتمه کاروباري غونډه کې امريکايي ډالر په ١٦ روپۍ ٧١ پيسې ارزانه شوى دى.
سرچینې وايي چې د ډالر د ارزښت له کمېدو سره به پر پاکستان ۱۹۵۰ میلیارده پورونه کم شي.

بل خوا په ازاد بازار کې د ډالر بيه ٢٢٧ کلدارې ده، په ازاد بازار کې د ډالر بيه ١.٥٠ کلدارې ارزانه شوې ده.
دا خبره مهمه ده چې پرون د پاکستان سټاک ایکسچینج کښې هم د سوداګرۍ مثبته ورځ وه، د پاکستان سټاک ایکسچینج مثبت کاروبار درلود او د 100 انډیکس د 138 پوائنټونو په زیاتوالي سره 41,350 باندې بند شو.

په بازار کې د 59 کروړه حصص تجارت شوی، د ونډو بازار د کاروبار ارزښت 9 ارب 35 کروړه روپۍ ؤ.د بازار سرمایه 6784 اربه روپۍ ده چې د 9 اربه روپو زیاتوالي سره.

بل خوا په انټربینک کې د ډالر بیعه په پرله پسې اتمه ورځ هم کمه شوې وه.
………………….

نور خبرونه

اسلام آباد کښې وژل شوې د ساره انعام رور فرخ انعام غوښتنه کړې چې قاتل شاهنواز ته دې سخته سزا ورکړل شي

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې چاودنه شوې ده

شیخ رشید د داخله وزیر ته خبردارۍ ورکړې دې چي خپل حد کښې دې وسي او تر ۱۵ نومبر پورې به ی سیاست پای ته ورسیږي

د پي ټي آیی غړيو د استعفی ګانو د منلو په اړه د اسلام آباد هایی کورټ دروازه ټکولې ده

د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه

عمران خان د اوږد مارچ لپاره د پلان جوړولو په اړه لاهور ته سفر کړې دې

د پاکستان اولس مشر د ۵ پینځو هغه مجرمانو د رحم اپیلونه رد کړي دي چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده

عمران خان د حکومت په ضد د تحریک چلولو لپاره د پاکستان تحریک انصاف ځیبر پښتونخوا مشرانو څخه سوګند اخستې دې

اروپایی ټولنې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۶ ملیادره او ۷۰ کروړه روپۍ مرستې اعلان کړې دې

Leave a reply