د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه

0
52

باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي وسله وال پوځ دسياست څخه ځان لرې کړى دى اؤ غواړي لرې پاتې شي.

په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کې د گډون په مهال د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د خپلې دورې په ختمېدو سره د تقاعد کېدو هوډ څرگند کړو.
په دې موقع جنرل قمر جاويد باجوه غيررسمي خبرې كولو سره ووئيل چې وسله وال پوځ د سياست نه ځان لرې كړې او غواړي چې لرې پاتې شي۔

دپوځ سرلښکر وويل دملک دخراب اقتصاد بحالول بايد دټولنې دټول غړي لمړيتوب وي ځکه چې مضبوط معيشت پرته ملت خپل هدفونه نۀ شي ترلاسه کولى اؤ مضبوط معيشت پرته ډيپلوماسي نۀ شي کيدى.
ياده دې وي چې د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د امريکې په دوره روان دے چرته چې هغه د جوبايډن انتظاميې له لوړپوړو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د پاکستان د فوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د فوځ مشر د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیکب سلیوان او د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي روت شرمین سره هم لیدلي دي.

Leave a reply