ا.ا: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل مو نیولی دی

0
101

ا.ا: د داعش ډلې د بهرنیو اړیکو مسؤل مو نیولی دی

دا خبرې په داسې حال کې شوي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له امله د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوي دي. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د کلنۍ غونډې په څنډه کې د سیمې هېوادونو او د نړۍ یو شمېر هېوادونو د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

(2022 /  10 / 5    تاریخ تلویزیون باغی)

راپور 

د ا.ا د حکومت د استخباراتو ریاست وايي چې د داعش د خراسان څانګې یو غړی یې نیولی دی.

دغې ادارې د سې شنبې په ورځ د میزان په ۱۲مه د یوه ټویټ په خپرولو سره ادعا وکړه چې د داعش ډلې د خراسان څانګې د بهرنیو او مالي اړیکو مشر یې نیولی دی.

د استخباراتو ریاست په ټویټ کې د عبدالمالک په نوم دغه کس یاد شوی او د هغه یوه اعترافي ویډیو یې هم خپره کړې ده. په اعترافي ویډیو کې دغه کس وايي چې د کنړ ولایت اوسېدونکی دی او د داعش ډلې لپاره د بهرنیو جنګیالیو د جلبولو او د پیسو ټولولو مسوول و.

عبدالمالک ادعا کړې چې د داعش ډلې د فعالیتونو لپاره یې له جرمني، هسپانیې او اوکراین څخه یو څه پیسې ترلاسه کړې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې شوی دی. له بلې خوا د ا.ا د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقی د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې داعش ماتې خوړلې او د برید توان یې له لاسه ورکړی دی.

متقي وويل: “اوس په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې سخت ځپل شوي، دوی د مقاومت او بريد توان له لاسه ورکړی او اوس په بې دفاع خلکو بريدونه کوي.”

اړوند موضوعات:

داعش په کابل کښې د افغانستان د اسلامي مدرسو ډایریکټر او وتلي دیني عالم مولانا رحیم الله حقاني د وژنې پړه په غاړه اخستې ده

Leave a reply