اروپایی ټولنې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۶ ملیادره او ۷۰ کروړه روپۍ مرستې اعلان کړې دې

0
64

باغی ټي وي رپورټ
اروپايي ټولنې په پاکستان کې د سېلاب ځپلو خلکو لپاره د ۶ ارب ۷۰ کروړه روپو د مرستې اعلان کړی دی.

د بحران انتظام لپاره د اروپا کمشنر جینز لینرچ اسلام آباد کښې وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کړې دې ملاقات کښې جینز لینرچ پاکستان لپاره د 6 ارب 70 کروړه روپو بشري مرستې اعلان کړې دې.
جینس لینریچ وویل، “په پاکستان کې خلک د سیلابونو د بېړني حالت له ویجاړونکو پایلو سره مخامخ دي، موږ د هغو کسانو سره ولاړ یو چې د کورنۍ غړي، ملګري او خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، ډیری یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”

اروپايي کمېشنر وويل چې د نوې مرستې سره، اروپايي اتحاديې د پاکستان لپاره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار کوي، چې تر ټولو زيات زيانمن شوي کسان يې د اساسي اړتياوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان د اروپائي اتحاديې سره خپلو تعلقاتو ته د ګډو اقدارو، امن، خوشحالي او پرمختګ په بنياد ډير اهميت ورکوي۔
ده ووئيل په نړيواله كچه د كاربن په اخراج كښې مرسته كوونكے نه لرلو سره سره پاكستان د اقليمي بدلون له اثراتو تر ټولو زيات ځپلي هېوادونو كښې شامل دے٬ هيله ده چې نړيواله ټولنه به د بيارغاونې او بيا رغونې په مرحله كښې په موثره توګه ګډون وكړي او هڅې به ګړندۍ كړي چې د سیلاب وضعیت منفي اغیزو سره مبارزه وکړي.
…………………….

Leave a reply