وفاقي وزیرداخله رانا ثناالله فواد چوهدري ته په ټویټر ځواب ورکړې، ورته وایی چې تاسو اوښایی او په اسلام آباد برید وکړې، زه به هم ژمنه پوره کړم

باغي ټي وي رپورټ
په هیواد کې د روان سیاسي کړکیچ په ترڅ کې د پاکستان تحریک انصاف د مشر فواد چوهدري ټویټ د بیان بازیو په جنګ کې د اخلاقي زوال یو نوی باب جوړ کړی دی.
تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر او د مسلم لیګ (ن) مشر رانا ثناء الله د پي ټي آئي د مشر عمران خان د نوم اخستو پرته په ټوېټر ولیکل چې که ته را خو شه او پټیږه مه او په اسلام اباد برید وکړه او وښایه، وزیردالخ ورته وایی چې زه هم درسره ژمنه کوم.
اپنے قد کے مطابق باتیں کیا کریں، آپ جس ڈنڈے پر بیٹھے ہیں اندر باہر بھی ہو سکتا ہے https://t.co/XMfvrOUxYx
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) October 4, 2022
فواد چوهدري د رانا ثناءالله د ټوېټ په ځواب کې غیر اخلاقي ځواب ورکړ.
ياده دي وي چي پيښور کښي د پارټي مشرانو او کارکنانو ته خطاب په وخت عمران خان وئيلي دي چي هغه هر وخت د ريښتني آزادئ جهموري مارچ بللي شي۔
…………………….
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې په سوشل میډیا هم خلک د پاکستان د بیله بیلو ګوندونو مشرانو باندې نیوکې کوي چې دوی د یو بل باندې د نیوکو په مهال غیراخلاقي ټکي ،تردې پورې چې یو بل ته کنځلې کوي چې دا یو ډیر ناړوه کار دې، د سوشل میډیا کاروونکي وایی چې عمران خان د فضل الرحمان لپاره هم غیراخلاقي او نامناسب ټکي کارویی او هم دغه شان مولانا فضل الرحمان هم د عمران خان لپاره داسې بې بنیاده خبرې او ټکوي کاروی چې ددې د هیواد په سیاست باندې بده اغیزه کیږي او باید دا مشران ددې ټکو کارولو څخه ډډه وکړي.
………………………………
نور خبرونه
د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه
عمران خان د اوږد مارچ لپاره د پلان جوړولو په اړه لاهور ته سفر کړې دې
د پاکستان اولس مشر د ۵ پینځو هغه مجرمانو د رحم اپیلونه رد کړي دي چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده
اروپایی ټولنې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۶ ملیادره او ۷۰ کروړه روپۍ مرستې اعلان کړې دې






