عمران خان چې د پاکستان سره څه کړي دي نو دا به دا اولس هیر نه کړي: میا جاوید لطیف

باغی ټي وی رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر ميا جاويد لطيف وايي چې عمران خان د شيخ مجيب الرحمن د ٦ ټکو هم مخکې تللى دى.
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د ليګ مشر نوازشريف وئيلي دي چې عمران خان د پاکستان سره څه کړي دي ملت هير نه شي، که مونږ هغه پريږدو او پرمخ لاړ شو نو نواز شريف د آئين په خاطر چې څومره جيلونه تير کړل، مونږ يې غږ نه کړو. میر جعفر یا میر صادق، موږ د دولتي بنسټونو پر ضد د جهاد خبره نه ده کړې.
جاوېد لطيف وويل دا ملت ته دمنلو وړ نه ده چې عمران خان دې يو ځل بيا دارنګه جوړ کړل شي، دعمران بچ کولو ته دې څوک درس ورنکړي، عمران خان دشيخ مجيب له شپږو ټکو څخه تېر شوى دى.
وفاقي وزير وويل مونږ په انتقام باور نۀ لرو خو د سيفران، بهرنۍ فنډنگ اؤ توشه خانې احتساب پرته به خبره پرمخ نۀ ځي، ټولو ته دې يو شان موقعې ورکړل شي، عدليې څخه به معافي غوښتې وي او د اليکشن کميشن سپکاوى يې کړى ؤ. ، دا شیان به څومره دوام وکړي؟
د مسلم ليګ (ن) مشر وويل چې قوم ډېر مصيبتونه ګاللي دي، اوس د نوي بل کوم نازولي لپاره ځاى نشته، ولس ويښ دى، عمران به اين آر او نه ترلاسه کوي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې اوس يواځې د آئين او قانون پيروي کول دي.
نور خبرونه
د پاکستان اولس مشر د ۵ پینځو هغه مجرمانو د رحم اپیلونه رد کړي دي چې د مرګ سزا ورکړل شوې ده
د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه
د پاکستان فوځ سیاست څخه خپل ځان لرې کړې دې: د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه
اروپایی ټولنې د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۶ ملیادره او ۷۰ کروړه روپۍ مرستې اعلان کړې دې






