مریم نواز ویلي دي چې فتنه بخښل شوې ده او معافي ورته شوې ده

0
177

باغی ټي وي رپورټ
مريم نواز د اسلام اباد هائي کورټ د زنانه جج په اړه د گواښونکي بيان په وجه د عمران خان خلاف د توهين عدالت د نوټس اخستو په اړه خپل ردعمل څرگند کړی دی.

مريم نواز هم په ټويټر د دې پرېکړې خبر شريک کړی دی.
مريم ليکلي چې “توهین شوی او د ټولې نړۍ په مخ کې شوی دی، نو د دې پر ځای چې ووایو چې دوسیه لغوه شوې، دا غوره ده چې ووایو چې فتنې ته معافي شوې ده،هغه بخښل شوې دې.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د زنانه جج په اړه د توهين آميز بيان په ضد د تحريک انصاف چيرمين خلاف د توهين عدالت نوټس خارج کړے دے۔اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان خلاف نن د فرد جرم نيټه ټاکلې وه او په تير اوريدنه کښې عدالت د عمران خان لخوا جمع کړے شوي بيان د تسليت وړ ګرځولې وو۔

د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هم د دې مېرمنې جج نه بښنه غوښتلو لپاره خپلې محکمې ته ورغلې وه خو هغه نه وه، چې په اړه يې عمران خان د هغې د عدالتي دفتر یو کارکوونکي سره د خبرو پر مهال وويل، چې زيبا چوهدري ته باید اووایی چې عمران خان د بخښنې لپاره راغلی وو.
نور خبرونه

اسلام آباد هایی کورټ د عمران خان په ضد ښځینه قاضي ته د ګواښ په اړه د عدالت د سپکاوي نوټس خارج کړې دې

زما په ضد وس داسې مقدمې پاتې دي چې په چایو کښې ډوډې اچوي او خوري ی. د عمران خان رسنیو سره خبرې اترې

د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده

دا وخت د دریم نړیوال جنګ پیل کولو وخت نه دې ، باید دا وخت د کورونا او اقلیمی بدلون د بحران سره په شریکه مبارزه وشي: بلاول بهټو زرداري

پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه

Leave a reply