د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغې لور مریم نواز په ضد د لندن ایون فیلډ قضیه،عدالت مریم نواز ته د اوو کالو زندان څخه د بري کولو امر کړې دې

0
131

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د مسلم ليګ نون نائب صدر مريم نواز په ايون فيلډ ريفرنس کښې بري کړے دے۔

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني په مشتمل دوه کسيزه بينچ د مريم نواز په طرف د ايون فیلډ ريفرنس کښې د سزا خلاف درخواست اوريدنه وکړه۔

د نيب پراسيکيوټر سردار مظفر عباسي عدالت ته په خبرو کې وويل ما اول وويل کله چې نيلسن او نيسکول کمپنۍ جوړې شوې نو بيا کله چې دغو کمپنيو دا جائيدادونه اخيستي نو دوي دا خبره رد کړه چې دا جائيدادونه يې د 1993 کال نه دي.
جسټس عامر فاروق وويل چې دغو شرکتونو بايد په دغه موده کې جايدادونه اخيستي وي، خو هغه وايي چې په ٢٠٠٦ کال کې له قطري کورنۍ سره له جوړجاړي وروسته دوى ته راغلي دي.

ايون فيلډ ريفرنس: نيب د مريم نواز د بري درخواستونو خلاف اپيل دائر کړے دے۔
جسټس محسن اختر ریمارکس ورکړو چې دې ټولو ملزمانو باید په دې کیس کې څه نه وای ویلي، تاسو باید دا کیس ثابت کړی وای.

جسټس عامر فاروق وويل ممکن ستاسو مقدمه سمه وي خو تاسو ثابتولو کې ناکام شوي ی، مونږ يواځې په عامه پوهاوي يا اوريدو فيصله نۀ شو کولى، مريم نواز دپبلک آفس هولډر نه وه نو دهغې په ضد د اثاثو مقدمه نۀ جوړيږي.
د اسلام اباد هائي کورټ د مريم نواز وکيل امجد پروېز وکيل او د نيب پراسيکيوټر د فريادونو اورېدو وروستو په مقدمه کې لنډه فيصله وکړه او د مريم نواز د اووه کالو سزا يې باطله اعلان کړه او هغه يې بري کړه.

ياده دې وي چې احتساب عدالت په ايون فيلډ ريفرنس کښې مريم نواز ته د اووه کالو او د هغې خاوند کيپټن ريټائرډ صفدر ته د يو کال بند سزا اورولې وه.

د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف د ایون فیلډ په قضیه کښې د لسو کالو سزا اورول شوې وه.
…………………………
نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف امر کړې چې عام اولس ته دې د پخلي په وختونو کښې بغیر د ځنډه ګاز ورکړل شي

د امریکا لیک ترلاسه کولو په اړه د شاه محمود قریشي بیان مخې ته راغلې دې

نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار له لوري د ایمپورټر ایل سی بانکي حساب پرانستلو په ضد نوټس اخستې دې

Leave a reply