نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار له لوري د ایمپورټر ایل سی بانکي حساب پرانستلو په ضد نوټس اخستې دې

0
97

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې نوي منتخب شوي وفاقي وزير اسحاق ډار په بنكونو كښې د درآمد كوونكو له لوري د بازار نرخ نه 5 نه تر 8 روپو في ډالر زيات ايل سيز پرانستلو نوټس اخيستې دې.

د خزانې وزارت د سرچينو ترمخه د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د اړونده چارواکو نه رپورټ غوښتې او وئيلي دي چې د تحقيقاتي رپورټ په رڼا کښې به د ذمه دار بينک افسرانو خلاف سخت کاروائي کولے شي۔

سرچينې وائي چې بينکونو د مارکيټ نرخ نه تر 5ؤ نه تر 8ؤ روپو پورې د وارداتو ايل سيز پرانستلې چې د بينکونو په دغه اقدام سره کاروباري طبقې ته په کروړه روپۍ اضافي تاوان رسولى شو.
دسرچينو ترمخه دبينک چارواکو دډالرو مصنوعي قلت پيدا کولو سره بازار څخه ګران بيه ايل سيونه پرانستلي دي، دآل پاکستان ټيکسټائل ملز ايسوسي ايشن (اپټاما) مشر ګوهر اعجاز دوزيراعظم څخه دپوښتنې غوښتنه کړې ده.

د اپټما مشر وويل، چې د ډالرو له ورکولو څخه بانکونو د ميلياردونو روپو ګټه ترلاسه کړه، دا ټول بار زمونږ پر اقتصاد او روپۍ اچول شوى، دا د وزير خزانې لپاره ازموينه ده.
نور خبرونه

د امریکا لیک ترلاسه کولو په اړه د شاه محمود قریشي بیان مخې ته راغلې دې

Leave a reply