وزیراعظم شهباز شریف امر کړې چې عام اولس ته دې د پخلي په وختونو کښې بغیر د ځنډه ګاز ورکړل شي

باغی ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف عام اولس لپاره د پخلي په وختونو كښې د ګيس بغیر د ځنډه ورکولو لپاره لارښوونه کړې ده.
د ګيس صورتحال په اړه د ابتدائي پلان په اړه د وزيراعظم په مشرۍ كښې بېړنۍ غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي، د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار، وفاقي وزير مصدق ملك او صلاحكار احد چيمه ګډون وكړو۔
غونډې ته په ژمي کې د متوقع تقاضا او رسد او اوسنۍ تګلارې او راتلونکې میاشت د ګازو د عرضې پلان په اړه تفصیلي بریفنګ ورکړل شو.
په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د ژمي په موسم كښې د ګيس د متوقع تقاضا په نظر كښې نيولو سره د عمل پلان جوړولو هدايات وركړو او ويې ويل چې د عمران حكومت د كرونا په مهال په نړيوال بازار كښې د سستې ګيس نه ګټه نه ده پورته كړې۔ په خپل وخت د ګازو په اخیستلو سره دا ملت ته زیان واوښت او لوی ظلم ورسره شو.
شهباز شريف وئيلي دي چې د تير حکومت د وخت په وخت پريکړو نه کولو نتيجه ټول ملک ګزاري او د تير حکومت په شان به بدانتظامي او مجرمانه غفلت نه مني.
هغه وويل، هغو کسانو چې د اقتصاد په برخه کې ماينونه ايښي، په هر سکتور کې په ځانمرګو بريدونو سره د بېوزلو خلکو ملا ماته کړې، د پخلي په وخت کې دې کورنيو مصرف کوونکو ته د ګازو د بيې رسولو ډاډ ورکړل شي.
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت په هوایی خبرو پرځاي پ عملي او جدي ګامونو باور لري.
…..
نور خبرونه
نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار له لوري د ایمپورټر ایل سی بانکي حساب پرانستلو په ضد نوټس اخستې دې
د امریکا لیک ترلاسه کولو په اړه د شاه محمود قریشي بیان مخې ته راغلې دې





