وګړو نه په بلیک میلنګ پیسې اخستل، ایف آیی اې په لاهور کښې ددې ادارې اسسټنټ ډایریکټر او نور اهلکار نیولي دي

0
151

باغی ټي وی رپورټ
د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د فساد ضد ونگ لاهور کې د یو ښاري نه د بلیک میل کولو په ذریعه د پیسو اخستلو په تور د اسسټنټ ډائریکټر په شمول د ایف آئي اے سائبر کرائم ونگ څلور چارواکي نیولي دي.

د ايف آئي اے چارواکو ترمخه د سائبر کرائم سرکل نيولي شوي اهلکارانو په ماډل ټاون لنک روډ باندي غيرقانوني چاپه وهلې او د يو ښاري کامران او زنانو نه ئي يرغمال کړي او د دوي نه ئي دوه نيم لاکه روپئ اغستي دي۔
په نیول شوو ملزمانو کښې اسسټنټ ډائریکټر اسد فخر، اے ایس آئی اقبال، کانسټیبل ذیشان او مراد شامل دی.

د ايف آئي اے اينټي کرپشن څانګې په لاهور کښي د نیول شوو ملزمانو په ضد مقدمه درج کړي ده او نورې پلټنې ی پیل کړي دي.

نور خبرونه

وفاقي حکومت د عمرن خان د آډیو فارنزک پلټنو کولو پریکړه کړې ده

د عمران خان آډیو هم لیک شوه، د امریکا د سایفر ټوله ډرامه افشا شوه

د پاکستان او افغانستان مشرتابه باید د یو بل ترمینځ په اندیښنو ټینګار وکړي، په دې اړه څیړنې او خبرې وکړي: اسدعباس

Leave a reply