د پاکستان او افغانستان مشرتابه باید د یو بل ترمینځ په اندیښنو ټینګار وکړي، په دې اړه څیړنې او خبرې وکړي: اسدعباس
باغي ټي وي رپورټ
په کابل کې د پاکستان په سفارت کې چارج دی افیر اسد عباس په یو بیان کښې ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان هیوادونه مثبتې او پرمختللې اړیکې لري.
نومړوي وایی چې یوازې په دې میاشت کښې پاکستان په کابل کښې د جناح روغتون لپاره نږدې یو ملیون ډالر ورکولو منظوري ورکړې، د ویزو د پروسس په کم وخت کښې بشپړه کول، د تازه خوراکي توکو په سوداګرۍ کشې اسانتیاوې پیدا کولو، د افغان صادراتو په اړه د مختلفو محصولاتو معافیت او د افغانانو لپاره 1500 د لوړو زده کړو وظیفو لپاره ی هم فنډ مقرر کړې او په دې ی عملي چارې هم پیل کړي دي.
نوموړې وایی او یادونه ی وکړه حتی د لومړي وزیر د وینا په جریان کښې پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې افغانستان ته د 4.2 ملیارد ډالرو بشري او اقتصادي مرستې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي؛ د افغانستان مالي زیرمې خوشې کړي چې افغانستان بانکداري سیسټم د بحالولو او د چلولو لپاره ډیر زیات اړین دي.
هغه وایی چې د پاکستان او افغانستان اړیکو ته باید د یوې خبرې لاندې ونه کتل شي او د اندېښنې څرګندولو ته باید د ولس د دښمنۍ په سترګه ونه کتل شي. مشرتابه باید د یو بل تر منځ اندیښنو ته دوام ورکړي، د کوم لپاره چې دواړه خواوې خلاصې دي.
هغه وایی چې دواړه هیوادونه باید د ادیښنو لرې کولو لپاره اړیکې ونیسي او په دې ستونزو او اندیښنو خبرې وکړي ، هغه اوویل چې په دې اړه د دواړو اړخونو مشرتابه آزاد دي چې ټینګار وکړي .
……………………