وفاقي حکومت د عمرن خان د آډیو فارنزک پلټنو کولو پریکړه کړې ده

0
123

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د پخواني وزیراعظم عمران خان د آډیو لیک په اړه د فارنزک تحقیقات کولو فیصله کړې ده.

د کابينې غونډې وروستو ميډيا بريفنګ کښې د کورنو چارو وزير رانا ثنا وويل چې په ريکارډنګ کښې مواد مهم دي، ريکارډنګ د قانون مطابق نه دے، چا چې ريکارډنګ کړے دے هغه دې جواب ورکړي.
ده ووئيل چې د سازشي بيان حقیقت ډیر زر رابرسیره شوې دې،عمران خان چې د کومې ویډیو د لیدو او اوریدو څخه ډار لري ، هغه نه ده اوښودلو او نه ده اوریدلو ده.
هغه وویل چې په آډیو لیک کې د رسمي غونډو د دقیقو د بدلولو په اړه له ولس سره لوبې وشوې او هېواد په ډیپلوماټیک توګه د جلا پاتې کیدو سره مخ شو.

ياده دي وي چي د امريکا سایفر په اړه د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان سره د خبرو اترو توره آډيو ليک شوې وه چې پکښې هغه وایی چي د امريکا نوم نه اخلو او وس به مونږ لوبه کوو.
…………………………
نور خبرونه

غواړم چې ټول سایفر لیک شي چې ټول پوهه شی چې دا څومره لوی سازش دې: عمران خان

عمران خان دې دا هیواد پریږدی چې پرمختګ وکړي، د نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار د عمران خان لپاره ځانګړې پیغام

Leave a reply