عمران خان دې دا هیواد پریږدی چې پرمختګ وکړي، د نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار د عمران خان لپاره ځانګړې پیغام

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر او وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وايي چا ته به د پاکستانۍ کرنسۍ سره د لوبې کولو اجازه ورنکړل شي.
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې اسحاق ډار وويل چې هغه تيره شپه بيرته راغلى اؤ تيره ورځ يې هم عدالت ته د راتلو هڅه وکړه خو قاضي په رخصتۍ ولاړ ؤ.
له معاملې وروسته د عمران خان پاکستان ته د راتلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې اسحاق ډار وویل، زه په کوم ډیل یقین نه لرم او نه د کوم ډیل ترلاندې واپس راغلې یم.
هغه اوویل د ډیل په اړه چې څوک خبرې کوی،هغوی دې اووایی چې آیا دوی ماته پاسپورټ جارې کړې وو؟
ده ووئيل چې د پي ټي آئي په حكومت كښې سفارتخانې او هائي كمېشن منع كړې شوې چې ماته پاسپورټ نه وركوي٬ عمران خان ته دا پېغام دے چې هېواد دې پریږدي چې پرمختګ وکړي۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل مفتاح اسماعيل په خپله ټوله هڅه کړې اؤ دهغوي په کوششونو سره پاکستان دتندلارو څخه بچ شوى دى، مفتاح اسماعيل زمونږ دټيم برخه وؤ اؤ دى.
اسحاق ډار وويل د دريو کالو خرابۍ په څلورو مياشتو کې نۀ شي سميدلى، پاکستان ٣٠ کاله شاته تللى دى، پاکستان دا مهال د خراب اقتصادي حالت سره مخ دى، ډاراوویل چې د عمران خان حکومت دا هيواد دومره خراب کړى دى چې یو دښمن هم دومره نه شو خرابولې
نور خبرونه
د عمران خان آډیو هم لیک شوه، د امریکا د سایفر ټوله ډرامه افشا شوه






