عمران خان مو که د عبرت نښه جوړه نه کړه نو د پاکستان د تباهۍ ذمه وار به مونږ ټول یو: مریم نواز

0
59

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون نائب صدر مريم نواز وئيلي دي که چرې عمران خان په سخت جرم کښې ککړ ثابتيدو سره هم عبرت وانخلي نو د ملک د تباهۍ ذمه وار به مونږ ټول يو۔

مريم نواز په ټويټر کې پر عمران خان نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې د ۲۲۰ ميليونو خلکو هېواد څلور کاله د نا اهلو، بدمعاشانو او غدارانو په لاسونو کې يرغمل پاتې وو.
مريم نواز وويل چې د عمران په ضد کوم یو جرم نه دې ثابت شوې؟ هغه پخپله وايي چې زه له ولس سره لوبې کوم، د جدي جرم له ثابتېدو وروسته هم که غدار عمران ته عبرت ورنکړل شي، نو د هېواد د بربادۍ مسوول به مونږ ټول یو.

هغه وويل، د دردناکه خبره دا نه ده چې بهرني روزل شوي، بهرنۍ تمويل شوي فتنې د پاکستان له برخليک سره لوبې کړي، دا هغه څه دي، چې په هېواد کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو په بدل کې يې په ميليونونو ډالر ساتل، هغې اوویل دا د اندېښنې وړ اړخ دى چې عمران غدار دا هر څه کول او ټول ورته په چوپه خله ناست وو.

نور خبرونه

عمران خان دې دا هیواد پریږدی چې پرمختګ وکړي، د نوي ټاکل شوي وزیرخزانه اسحاق ډار د عمران خان لپاره ځانګړې پیغام

عثمان وزیر د پاکستان لپاره په اول ځل د نړیوال سوک وهنې په سیالیو کښې لومړې مقام ترلاسه کړې

عثمان وزیر د پاکستان لپاره په اول ځل د نړیوال سوک وهنې په سیالیو کښې لومړې مقام ترلاسه کړې

Leave a reply